1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه د اروپایې اتحادیې له غونډې ډیرې غوښتنې لري

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

اروپایې اتحادیه د مهاجرو په کړکیچ کې د ترکیې مرسته ته اړتیا لري. خو داسې ښکاري چې دغه هیواد تر دری میلیارده ډیرو پیسو غوښتنه لري. په دې اړه روان بحثونه به ډیر وخت ته ضرورت ولري.

https://p.dw.com/p/1I8pj
انځور: picture-alliance/dpa/Landov

د مهاجرو د کړکیچ په هکله له ترکیې سره خبرې اترې تر هغې ډیرې ستونزمنې دي چې تمه یې کیدله. نن د «دوشنبې په ورځ» وروسته تر غرمې په بروکسل کې د اروپایې اتحادیې یوه استازي وویل: «د دې پر ځای چې له ترکیې سره د خبرو اترو یوه برخه تر غرمې وروسته ساعتونو کې پای ته رسیدلې وای، د ترکیې لومړی وزیر داود اغلو د ماښام ډوډۍ په وخت کې هم په بروکسل کې پاتې کیږي.»

د اروپایې اتحادیې دغه استازي وویل چې داود اغلو د خبرو اترو په لومړي پړاو کې نوي نظرونه او نوي وړاندیزونه مطرح کړل: «ترکیه ډیر څه ورکوي او په مقابل کې یې ډیر څه غواړي».

د پروگرام له مخې ټاکل شوې وه چې دغه غونډه به دوه په بشپړ ډول جلا برخې ولري. یعنې له ترکیې سره د خبرو اترو لومړۍ برخه ټاکل شوې وه چې د مرکزي اروپا په وخت په ۱۵ بجو پای ته ورسیږي او د ترکیې لومړی وزیر داود اغلو به له بروکسل څخه خدای پاماني واخلي.

د پلان له مخې وروسته تر دې د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو مشرانو غوښتل چې د اروپایې اتحادیې په چوکاټ کې د مهاجرو کړکیچ په هکله خبرې وکړي.

په دې برخه کې په ځانکړي توگه د کډوالو د بحران په هکله د یونان پر ستونزې بحث کیږي، چیرې چې د سرحدي پولو د تړل کیدو له امله د بالکان په مسیر کې په لسگونه زره مهاجر بند پاتې دي.

د غونډې په پیل کې د ایرلنډ لومړي وزیر انداکني وویل چې ترکیې په تازگۍ له اروپایې اتحادیې سره د همکارۍ له پاره د «مطالباتو یو نوې لست» وړاندی کړی دی.

د فیننشل تایمز ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، ترکیې اتباعو ته د ویزې ترلاسه کولو په برخه کې اسانیاوي، په اروپایې اتحادیه کې د دغه هیواد د ورگډو پروسې گړندیتوب، او د مهاجرو سره د مرستې له پاره تر دری میلیارده ایرو (هغه چې اروپایې اتحادیې یې لا پخوا تر کیې ته د ورکړې ژمنه کړی) د ډیرو پیسو ورکړه، د ترکیې له هغو نوو غوښتنو څخه دي چې دغه هیواد یې له اروپایې اتحادیه څخه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب