1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: د برید مسوول پیژندل سوی

۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

انقره کې پر یوه پوځي کتار د برید د تر سره کیدو څو ساعته وروسته د برید کوونکي په هکله ویل سوي چې هغه یو سوریایي کردی دی. ویل کیږي چې د برید تر شا نور کسان هم پيژندل شوي. د ترکیې په سویل کې پر پوځ یو بل برید هم شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Hx47
انځور: Reuters/U. Bektas

پد ترکیې صدراعظم داود احمد اوغلو په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي دي چې برید کوونکی یو ۲۳ کلن سوریایي دی او د سوریایي کردي ملیشې (YPG) د غړي په توگه پیژندل سوی دی. زیاته شوې ده چې نوموړې ډلې د منع کړی سوي کردي کارگر گوند یا (PKK) له جنگیالیو سره په گډه دغه ځانمرگی برید تر سره کړی دی. برید ۲۸انسانان وژلي او تر ۶۰ زیات یې ټپیان کړي دي. زیاته شوې ده چې نهه شکمن کسان په انقره کې نیول شوي دي.

داود اوغلو د کردي ملیشي پر ضد د مبارزې غږ کړی

داود احمد اوغلو ویلي دي چې دغه برید وښووله چې سوریايي کردي ملیشه یو ترهگر سازمان دی. هغه ویلي دي چې دی د ترکیې له متحدینو څخه د دغې ملیشې پر ضد د گډو اقداماتو انتظار لري. دغه ډله تر اوسه د امریکا متحدو ایالاتو له ملاتړ څخه برخمنه ده او په سوریه کې د پاڅون کوونکو له پیاوړو ډلو څخه شمیرل کیږي، چې د افراطي ډلې اسلامي دولت سره تړاو نه لري.

تر دې د مخه حکومت ته نزدې د (Yeni Safak) او صباح، په نوم ورځپاڼو رپوټ ورکړی وو چې شکمن عامل د گوتو د نښو پر اساس پیژندل شوی دی.

د سوریایي کردي دموکراتیک اتحاد گوند مرستیال مشر صالح مسلم، د ترکیې د حکومت دغه تور په کلکه رد کړی دی. هغه پر دې خبره ټینگار کړی دی چې سوریایي کردان د انقرې په برید کې هیڅ ډول لاس نه لري. هغه دا رپوټ هم ناسم بللی دی چې گني کردي ملیشو په ترکیه کې هدفونه تر برید لاندې نیولي دي.

تیر ماښام د ترکيې په پلازمېنه انقره کي د پوځيانو د موټرو پر يو قطار بمي بريد وسو. د بيلو خبري آژانسونو د خبرونو له مخي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۲۸ انسانان وژل سوي او تر ۶۰ څخه زيات نور ژوبل سوي دي. د اړونده ولايت والي و رسنيو ته ويلي دي چي چاودنه په يو موټر کي د پټ سوو چاودېدونکو توکو په مرسته تر سره سوې ده. د ترکيې د عدليې وزير دغه يو «ترهګربريد» بللی او په سخته يې غندلی دی.

د ترکيې پوځ ويلي دي چي د دغه بمي بريد هدف د پوځ يو شمېر موټر ول چي په قطار کي روان ول. ترکي پوځ زیاته کړې چي په موټرو کي ترکي پوځيان د لېږد په حال کي ول کله چي په ځايي وخت ماښام په تقريبا ۶:۳۰ دغه قطار د ترکيې د پارلمان ودانۍ ته نژدې پر ترافيکي اشاره ودرېد. زياته سوې چي په دغه وخت کي «دغه غدار او د کرکي وړ بريد» تر سره سو.