1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه په زوره سوريايي مهاجر باسي؟

۱۳۹۵ فروردین ۱۳, جمعه

د بخښني نړیوال سازمان پر ترکيې تور لگولی چې په سوريايي مهاجر په زور بیرته خپل هیواد ته لېږي. انقرې تیره میاشت له اروپايي اتحادیې سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې اروپا ته د مهاجرو د تلو مخه نیسي.

https://p.dw.com/p/1INqL
د ترکيې-سوريې په سرحد کي سوريايي مهاجر
انځور: Imago/Zuma

د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې ترکیې له جنوري میاشتي راهيسي په زرونو سوریايي کډوال په غیر قانوني توګه بیرته خپلو جنګ ځپلو سیمو ته استولي دي. د بخښني نړيوال سازمان د ترکیې او اروپايي اتحادیې ترمنځ د مهاجرو په باب تړون ته په کتو د ترکیې دغه عمل «مرګوني نیمګړتیاوي» بللي.

ترکیې تیره میاشت له اروپايي اتحادیې سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به يې ترکیه ټول هغه مهاجر چې په ناقانونه توګه یونان ته راغلي او غواړي اروپا ته واوړي؛ بیرته ترکیې ته ولېږل شي. د دغه تړون له مخې به اروپایي اتحادیه ترکیې ته کډوالو ته د رسیدو په موخه پیسې او اتباعو ته به یې اروپا ته د سفر آزادې ویزي ورکوي او پر دې سربیره به په اروپايي اتحادیه کې د ترکیې په ورګډیدو کې خپلې هڅې زیاتوي.

له انقرې سره د شوي تړون له مخې ترکیه د مهاجرو له پاره د یو امن هیواد په توګه ښوول شوی، خو د بخښني نړیوال سازمان وايي، چې اوس وضعیت بل ډول دی. په لندن کې میشت دغه نړیوال سازمان وايي، چې ترکیه له جنوري میاشت راهيسي په ورځ کې شاوخوا سل تنه سوریايي مهاجر په زور له خپلي خاوري باسي چې دا د نړیوالو قوانین تر پښو لاندي کول دي.

د بخښني نړیوال سازمان په خبره، ترکيې ډیر هغه سوریايي مهاجر بیرته خپل هیواد ته لېږلي چې راجستر شوي نه ول، خو دغه سازمان ادعا کوي چې دوي داسي شواهد هم لري چې په دې منځ کې راجستر شوي مهاجر هم ډیپورت یا بیرته استول شوي دي.

د بشر حقونو دغه ډله پر ترکيې دغه تورونو د هغو شواهدو پر بنسټ لګوي چې په وینا یې د دغه هیواد په سویلي سرحد کې له پرتو ولایتونو څخه یې ترلاسه کړي دي.

د اروپا او مرکزي آسیا له پاره د بخښني نړیوال سازمان مشر جان دالهوزین ويلي دي: «هغوی یې د خپلو سرحدونو په تړلو سره ناهیلي کړل، د اروپايي اتحادېې مشران پر دغو واقعیتونو سترګي پټوي، ترکیه د سوریايي مهاجرو له پاره یو امن هیواد نه دی او د هري ورځي په تیرویدو سره نور هم ناامنه کیږي».

له لسبوس څخه د بيرته لېږلو ترمخه اعتراضونه

د بخښني نړیوال سازمان دا هم ویلي دي چې تر کیې په سویلي ولایتونو کې د سوریايي مهاجرو د نوم لیکني بهیر بیا پیل کړی چې دا کار به مهاجرو ته د اساسي خدمتونو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي. دالهوزین زیاته کړه: «شته شواهد ښيي چې اروپا ځانته د امن کلا جوړوي، خو اوس موږ وینو چې ترکیه هم په دې لټه کې ده، چې ځان ته د امن کلا جوړه کړي.»

انقرې تورنه نه مني

ترکيه ټول هغه تورونه ردوي چې ګويا دوی سوریايي مهاجر د هغوی له خوښۍ پرته بيرته لېږلي وي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې هيواد يې د سوریایي مهاجرو په برخه کې پنځه کلنه روښانه او واضح یا په وینا یې د "خلاصي دروازې" تګلاره انتخاب کړې ده چې له مخې به يې هیڅ مهاجر د هغوی له خوښۍ پرته ونه لېږل شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «هیڅ یو سوریايي وکړی چې زموږ هیواد یې د ځان د خوندیتوب له پاره ټاکلي، د ملي او نړیوالو قوانینو له مخې به په زور ونه ايستل شي.»

په پام کې ده چې د ترکیې او اروپايي اتحادېې تر منځ د مهاجرو په برخه کې تړون د اپریل میاشت له څلورمي نېټې پلی شي. د تړون له مخې له ترکيې څخه يونان ته ورتلونکي مهاجر به بيرته ترکيې ته لیږدوي، خو لا تر اوسه واضح نه ده چې دغه تړون به څرنګه عملي کیږي، څومره مهاجر به بیرته استول کیږي او چیرته به هغوی ځای پرځای کیږي.

د ۲۰۱۵م کال له پیل راهيسي نژدې ۲ میلیونه مهاجر اروپا ته رسېدلي دي. له دغه شمیر مهاجرو څخه ډېر یې د آژه سمندرګي له لارې یونان او بیا آلمان يا سویډن په شان هیوادونو ته يې ځانونه رسولي دي. د ترکیې او اروپایي اتحاديې ترمنځ د شوي تړون موخه له دغو لارو څه اروپا ته د مهاجرو د ورتگ مخنیوی دی.