1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې ته د کډوالو لېږد، ستونزې لا ډیرې شوې دي

۱۳۹۵ فروردین ۱۵, یکشنبه

له یونان څخه ترکیې ته د پناه غوښتونکو د استولو بهیر د پیلیدو له پاره چمتوالی نیول شوی دی. په ورته وخت کې په چیوس نومي کمپ کې د یو شمیر مهاجرو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی.

https://p.dw.com/p/1IOjc
انځور: DW/P. Zafiropoulos

یونان به د یاد تړون له مخې د دوشنبې له ورځې څخه ترکیې ته د هغو پناه غوښتونکو د استولو بهیر پیل کړي چې په اروپا کې قبلیدو شرایط نه پوره کوي او یا په ناقانونه توګه دغه هیواد ته راغلي دي.

په پام کې ده چې له دوشنبې څخه بیا تر چهارشنبې ورځې پورې، له یونان څخه ترکیې ته ۷۵۰ تنه مهاجر واستول شي. دغه مهاجر به د ترکيې هیواد په هغو مرکزونو کې ځای پر ځای شي چې انقري لا وختي په دې موخه جوړ کړي دي. د یونان دولتي خبري آژانس «آنا» د رپوټ له مخې د اروپايي ټولنې سرحدي پولیسو د مهاجرو د استولو لپاره دوه بیړۍ چمتو کړې دي.

د ورستي پلان له مخې د هر هغه مهاجر په سر چې له یونان څخه ترکيې ته استول کیږي، یو سوریايي مهاجر اروپا ته لیږدو کیږي.

تاوتریخوالی د زیاتیدو په حال کې دی

د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ شوی تړون، د ډیر شمیرو هیوادونو او سازمانونو له خوا د بیلابیلو لاملونو له کبله له نیوکو سره مخامخ شوی دی. د بیلګې په توګه اتریش ویلي دي چې دغه تړون موثریت نه لري خو ملګري ملتونه بیا هغه قانوني نه بولي.

له بلې خوا بیا د مهاجرو په مرکزونو کې شخړو او تاوتریخوالو زور اخیستی دی. ملګري ملتونه د بیلګې په توګه د چیوس په ټاپو کې د مهاجرو یوه مرکز ته اشاره کوي چې مهاجرو په کې اعتراضونه کړي دي. دغه مرکز ته یوازې په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱۳۰۰۰ مهاجر راغلي ول.

د اسوشتید پرس خبري آژانس په حواله د جمعې په ورځ د یونان په چیوس ټاپو کې د مهاجرو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شوی چې په پایله کې یې درې تنه روغتون ته لیږدول شوي دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې مهاجرو د یونان او مقدونيې ترمنځ په ایدومیني سیمه کې هم په تاوتریخوالي لاس پورې کړی دی.