1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د دویچه ویله ویدیويي مرکې فلم ضبط کړی

وارز کریستین/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۱۷, چهارشنبه

د ترکیې له خوا د دویچه ویله د ویدیوي مرکې فلم ضبطولو په آلمان کې غوسه راپارولې. د ترکیې د سپورت او ځوانانو چارو له وزیر سره د شوې مرکې د ویدو د ترلاسه کولو غوښتنه نه ده منل شوې او لا هغه دویچه ویله ته نه ده سپارل شوې.

https://p.dw.com/p/1Jx6k
انځور: DW/M. Martin

دغه ویدیويي مرکه د دویچه ویله د «کنفلکت زون» د پروگرام له پاه د دوشنبې په ورځ د ترکیې د سپورت او ځوانانو چارو له وزیر آکیف چاغاتاي، سره تر سره شوه چې تر مخه یې موضوع له نوموړي وزیر سره شریکه شوې وه.

د دویچه ویله خبریال میشایل فریدمن، په ترکیه کې د جولایي میاشتې د ناکامې کودتا په هکله پوښتنې مطرح کړې چې په تعقعیب یې د ترکیې دولت په بیلا بیلو اداري، اقتصادي، نظامي او قضایي جوړښتونو کې پر پراخو تصفیوي اقداماتو لاس پورې کړ.

میشایل فریدمن همداشان د رسنیو د ناخواله وضعیت او په ترکي ټولنه کې د ښځو د موضع په هکله پوښتنې کړې وې. همداشان له وزیر څخه غوښتل شوي وو چې په دې تړاو د دغه هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان ځینې څرگندونې روښانه کړي.

د خپرونې تر ختمیدو او د سپورت او ځوانانو د چارو د وزیر له لوري تر خوني سملاسي وتلو وروسته، د دغه وزارت د مطبوعاتي څانگې ویاند فریدمن ته ویلي چې د مرکې د خپرولو اجازه نه لري. دغه مواد د میشایل فریدمن او د هغه د فلم اخیستونکو همکارانو له لوري پر احتجاج سربیره هم د وزارت د کارکوونکو له لوري ضبط شوي. د وزارت دغو کارکوونکو میشایل فریدمن او د هغه ټیم پر دې پوه کړی وو چې د ویدیویي مصاحبې تر ورکولو دمخه د وزارتخانې ودانۍ نه شي پریښودی.

د دویچه ویله عمومي ریئس پېتر لیمبورگ، د ترکیې د دولت د چارواکو پر دغه کار سخته نیوکه کړې او هغه یې په څرگند ډول د رسنیو د آزادۍ څخه د سرغړونې په توگه یاده کړې ده. هغه ویلي دي چې «په هیڅ وجه دا د منلو وړ نه ده چې وزیر دې په داوطلبانه توگه له رسنۍ سره مرکه وکړي او بیا دې په دې ډول چلن سره د هغې د خپریدو مخنیوی وکړي.»

دویچه ویله د سپورت او ځوانانو چارو او د ترکیې د مطبوعاتو له عمومي ادارې سره په تماس کې د سه شنبې تر ماسپښینه پورې د دغه ویدیويي فلم د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

د دویچه ویله له لوري ورکړل شوی مهلت پای ته ورسید خو ترکي چارواکو کوم غبرگون نه دی ښوولی. په دې ترڅ کې څو وارې له ترکي چارواکو سره تلیفوني خبري شوې او هر ځل دویچه ویله د دغو موادو د بیرته ترلاسه کولو غوښتنه کړې. خو د هغوی ځواب یوازې او یوازې دا وو چې د دغې مرکې د خپرولو مخالف دي.

آیا دا د شتاین مایر له پاره یوه موضوع ده؟

د آلماني ژورنالستانو اتحادیې DJV د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والتر شتاین مایر، څخه غوښتي دي چې په دې موضوع کې مداخله وکړي.

د آلمان په پارلمان کې د اپوزیسیون زرغون او کیڼ اړخو گوندونو هم په دې هکله غبرگون ښوولی دی. د زرغون گوند مشر چم اوزدیمیر، چې په خپله هم ترکي ریښه لري د خپل ټویټر ټولنیزې پاڼې په پیغام کې لیکلي دي چې د ده له نظره د آلمان حکومت باید یو عمل وکړي.

په پارلمان کې د سوسیال دیموکرات گوند د رسنیو د پالیسې ویاند مارتین دورمن، یو ځل بیا په ترکیه کې د رسنیو پر وړاندې د گوزار خبره کړې ده.

د ترکیې د سپورت او ځوانانو چارو وزیر په خپله دا خبره رد کړې ده چې د دویچه ویله ویدیوي مواد ضبط شوي دي. هغه د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې دغه رپوټونه حقیقت نه لري. هغه ویلي دي چې یوازې د دغه مرکې د نه نشرولو غوښتنه شوې ده.

خو د دویچه ویله ویاند د ترکي وزیر دغه دریځ یوه بشپړه ماجرا بولي. هغه وایي که چیرې دغه ویدیويي مواد په ناقونه توگه نه وای ضبط شوي، نو دوی به دغه خپرونه لکه څنگه چې پلان شوې وه، نشر کړی وای.