1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د سوریې دننه د کمپونو د جوړولو غوښتنه کړې ده

۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه
https://p.dw.com/p/161M0

ترکیې په ملگرو ملتونو غږ کړی دئ چې په سوریه کې دننه د کډوالو له پاره کمپونه جوړ کړي. د ملگرو ملتونو د امنیت په شوری کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د دوی هیواد په دې هڅه کې دئ چې له سوریې څخه د کډه شوو مهاجرنیو سیلاب ته ځای برابر کړي خو له یو شمیر ستونزو سره لاس او گریوان دي.

په سوریې کې د روان کړکیچ د پیل راهیسې چې کابو ۱۷ میاشتې پرې اوړي ۸۰ زره خلک له خپل هیواد څخه ترکیې ته کډه شوي دي او شاوخوا نور ۱۰ زره تنه په پوله اوښتو ته منتظر دي. د اټکلونو له مخې ترکیې ته هره ورځ شاوخو ۴ زره کډوال اوړي.