1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د سوریې د بريد جواب په برید ورکړ

۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16JhC

تر هغه وروسته چې د سوریې له خوا پر ترکیې باندی لاسي بمونه وغورځول سول، اوس ترکیې هم د هغو په جواب کې په دمشق کې هدفونه په نښه کړي دي. د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي دي چې د دغه هیواد هدف د تیل ابجد سیمه وه چې د ترکیې له سرحد څخه لس کیلو متره لیري پرته ده.

هغوی زیاته کړې ده چې په دغو بریدونو کې د سوریې د رژیم د پوځ ډیری غړي وژل سوي دي. په دې ترڅ کې ترکیې د امنیت شورا ته هم خبر ورکړی دئ او غوښتي ئې دي چې د سوریې کړکېچ ته ژر تر ژره خاتمه ورکړي.

دا ځکه چې پر ترکیې باندې د سوریې برید چی په پایله کې ئې پنځه تنه ملکي کسان ووژل سول، د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه او جهانی امنیت ته یو خطر دئ. ناتو، متحده ایالاتو او د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، دغه برید په کلکه غندلی دئ.