ترکیې په دمشق کې خپل سفارت تړلی دئ
۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبهاعلان
په سوریه کې د ترینګلې امنیتي وضعې له امله ترکیې په پلازمینه دمشق کې خپل سفارت د نامعلومې مودې لپاره تړلی دئ. دغه خبر د ترکېې د بهرنیو چارو سفارت ورکړ. تیره اوونۍ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي وو چې ژر تر ژره له سوریې څخه ووځي. د اروپايي ټولنې ګڼو هیوادونو، د امریکې متحده ایالتونو او د خلیج شپږو هیوادونو لا تر مخه په سوریه کې خپل سفارتونه تړلي دي.