1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې په سلونو مهاجر نیولي دي

۱۳۹۴ آذر ۱۰, سه‌شنبه

آیا دا یو واري اقدام وو او که ترکیه جدي شوې؟ له اروپایي اتحادیې سره تر تړون یوه ورځ وروسته ترکي پولیسو د آیواجیک، بندري ښار ته څیرمه ۱۳۰۰ مهاجر نیولي دي. هغوی غوښتل چې یونان ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/1HF9d
انځور: picture alliance/AA/B. Akay

لکه څرنگه چې ساحلي څارونکو د رویټرز خبري آژانس ته هم دا خبره تائید کړې ده پولیسو په سلونو سوریایي، عراقي او افغان مهاجر او همداشان درې انساني قاچاق وړونکي په مؤقتي توگه نیولي دي.

د رپوټونو له مخې د ترکیې د امنیتي ځواکونو دغه عملیات له میاشتو راهیسې د خپل ډول پراخه عملیات وو. یوه چارواکي ویلي دي چې نیول شوي کسان د بیرته استولو یوه مرکز ته بیول شوي دي او زیاته شوې ده چې د دغو کسانو ځینې یې بیرته خپلو اصلي ټاټوبو ته استول شوي دي.

د انقرې حکومت د یکشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې سره په غونډه کې ژمنه وکړه چې د لویدیځي اروپا پر لور د مهاجرو د هجوم د مخنیوي په برخه کې به مرسته کوي. ترکیې ویلي وو چې د هغو کسان د سفر مخه به نیسي چې د پناه غوښتنې حق و نه لري او رد شوي مهاجر به هم بیرته مني. پر دې سربیره د ترکیې لومړي وزیر داوود احمد اوغلو د انساني قاچاق وړونکو پر ضد د سختو اقداماتو د ترسره کولو خبره کړې وه.

لویدیځې اروپا ته د سفر پر مهال زیاتره وخت مهاجر لومړی د یونان د لیزبوس ټاپو ته رسیږي
لویدیځې اروپا ته د سفر پر مهال زیاتره وخت مهاجر لومړی د یونان د لیزبوس ټاپو ته رسیږيانځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د دې په بدل کې اروپایي اتحادیې، په دغه هیواد کې د میشتو ۲،۲ میلیونه مهاجرو د ښې پالنې له پاره د درو میلیاردو یورو د ورکولو خبره کړې ده. پر دې سربیره به ترکیي اتباعو ته پرتې د ویزې د سفر کولو اجازه د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې ورکړل شي او همداشان په اروپایي اتحادیه کې به د دغه هیواد د شاملیدو په هکله خبرې اترې گړندۍ شي.

۸۰۰ زره کډوال د مدیترانې له لارې راغلي

په روان میلادي کال کې د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې تر ۸۰۰ زرو زیات انسانان چې په سوریه، لبنان او ترکیه کې له جگړو څخه په تیښته ول، د مدیترانې د سمندرگي له لارې یونان ته تللي دي. زیاته شوې ده چې دغه ځای ته رسیدلي زیاتره کسان په اصطلاح د بالکان له لارې آلمان او سویډن ته تللي دي. د مدیتراني د سمندرگي په خطرناک سفر کې په سلونو کسان غرق شوي هم دي.

د یونان د لیزبوس ټاپو ته څیرمه د اروپایي اتحادیې د پولې ساتنې ادارې «فرونټکس» د پرتگالي بیړۍ عملې ۲۵ ماشومانو او ۲۷ لویان له غرقیدو څخه ژغورلي دي. د فرونټکس مشر ویلي دي: «قاچاق وړونکو په دې سره یو ځل بیا وښووله چې د هغوی گټه د انسانانو له ژوند څخه مهم ده.»