1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې په سوریه کې پوځي ماموریت ختم کړ

۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي ماموریت اووه میاشتې دوام وکړ. انقرې اوس د دغه ماموریت د ختمیدو اعلان وکړ. دا چې له دغه ځایه به خپل سرتیري هم راباسي که نه، هغه پوښتنه ده چې لا بې ځوابه پاته ده.

https://p.dw.com/p/2aIi4
Syrien
انځور: Reuters/K. Ashawi

د ترکیې د ملي امنیت شورا چې مشري یې ولسمشر رجب طیب اردوغان کوي اعلان کړی دی چې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش او کردي ملیشو پر ضد عملیات په «بریا سره پای» ته رسیدلي دي. خو دا لا روښانه نه ده چې آیا ترکیه به د سوریې له شمال څخه خپل سرتیري راوباسي که نه. دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې حکومت مشر بنعلي یلدیمیر په سوریه کې د ترکیې نور ماموریتونه نه ردوي.

داعش او کردانو ته ځیر کیدل

د ترکیې پوځ د تیر کال په اگست میاشتې کې د گاونډي هیواد په شمال کې مداخله وکړه، څو داعش له خپلې پولې پر شا کړي. خو د ترکیې پوځ د (YPG) په نوم کردي ولسي دفاعي واحدونه هم تر نظر لاندي نیولي وو، چې د منع کړی شوي کردي کارگر گوند (پي کې کې) نزدې متحد دی. د انقرې حکومت دغه دواړي ډلې د ترهگرو سازمانونو په توگه يادي کړي.

د ترکیې پوځ او سوریايي یاغیانو د «فرات ژغورولو» نومې ماموریت په ترڅ کې د ترکیې پولې ته څیرمه له ډیرو ښارونو څخه د داعش ډله پر شا کړې ده. سوریایي یاغیان د ترکي پوځ متحدین گڼل کیږي.

هغوی پولې ته څیرمه د جرابلس او نورو سیمو د آزادولو په برخه کې ژر بریا تر لاسه کړه خو د الباب د نیولو په برخه کې یې عملیات له ځنډ سره مامخ ول. تر څو اوونیو جگړو وروسته ترکي عسکر چې د یاغیانو ملاتړ ورسره وو په دې وتوانیدل چې د فبرورې میاشتې په پای کې په حلب ښار کې د داعش د وروستي مرکز پر لور پرمختگ وکړي.

په سوریه کې د څلورو ښارونو خالی کول

په عین وخت کې خبر ورکړل شوی دی چې د سوریې څلور ښارونه چې تر دوو کلونو زیاتي مودې راهیسي کلابند دي، باید تخلیه شي. لندن مېشته د بشري حقونو سوریایي سازمان ویلي دي چې د سه شنبې په ماښام رامنځ ته شوی توافق د حکومتي ځواکونو له لوری په دمشق کې د الزبداني او مضایا د کلابندو شوو ښارونو او همداشان په ادلیب ولایت کې د وسله والو پاڅون کوونکو له لوري د فوا او کفریه ښارونو په هکله صدق کوي.

د دغه سازمان په وینا توافق د ایران او قطر په منځگړتوب رامنځ ته شوی دي. زیاته شوې ده چې د سوریې د حکومت له لوري د ۱۵۰۰ «سیاسي» بندیانو آزادیدل هم په پام کې دي چې شپږ کاله تر مخه د کورنۍ جگړې د پیلیدو پر مهال نیول شوي دي. خو د دې له پاره کوم مهال ویش نه دی یاد شوی. قطر د سوریې په کورنۍ جگړه کې د یاغیانو او ایران بیا د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي.

د لندن مېشته بشري حقونو د څار سوریایي سازمان مشر رامي عبدالرحمان، ویلي دي چې د ښارونو د خالي کولو چارې به د اپریل میاشتې له څلورمې نېټې څخه پېل شي، خو د ښه نیت په خاطر یو اوربند نافذ شوی دی.

د ملگرو ملتونو خبرداری

ملگرو ملتونو په فبروري میاشت کې په دغو څلورو ښارونو کې د یوه بشري ناورین خبره کړې وه. ویل شوي ول چې په الزبداني، مضایا، فوا، کفریا کې وضعیت ډیر ناخواله دی او «۶۰۰۰۰ بې گناه انسانان» په دغو ځایونو کې بند پاته دي چې عاجلې مرستې ته اړتیا لري. د بشري حقونو سوریایي سازمان چې یاغیانو ته نزدې گڼل کیږي وایي چې خپل معلومات په سوریه کې د خپلې معلوماتي شبکې پر مټ تر لاسه کوي.

نور مطالب له ارشيف څخه: