1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تریسا مې د مخکې له وخته ټاکنو غوښتنه کړې

۱۳۹۶ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریسا مې، په جون میاشت کې نوې ټاکنې اعلان کړي دي. هغې پر اپوزیسیون باندې نیوکې وکړي چې د بریګزیت مذاکراتو په اړه یې د بریتانیا د اوسني حکومت پر لیدلوري باندې نیوکې کړي.

https://p.dw.com/p/2bOAA
Großbritannien Premierministerin Theresa May in London
انځور: Reuters/T. Melville

تریسا مې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جون پر اتمه نیټه به په خپل هیواد کې مخکې له وخته ټاکنې په لاره واچوي. هغې په خپلو خبرو کې همداراز د حکومت پر اپوزیسیون باندې سختې نیوکې وکړي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه یې د اوسني حکومت پر لید لوري باندې نیوکې کړي.

مي وویل: «که موږ اوس ټاکنې ترسره نه کړو، د هغوی [سیاسي] لوبې به دوام ومومي.»

مې زیاته کړه: «زه اوس دې نتیجې ته رسیدلې یم چې د یقین رامنځ ته کولو له پاره یوازینۍ لار د ټاکنو ترسره کول دي. زه په دې پریکړه کې ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرم.»

د بریتانیا لومړۍ وزیرې وویل چې هغه به د چهارشنبې په ورځ په پارلمان کې د ټاکنو د ترسره کولو خبره رسمي کړي.

تریسا مي تر هغه وروسته د بریتانیا لومړۍ وزیره شوه چې پخواني لومړي وزیر دیوید کامرون، له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو ټولپوښتنه بایلوده، او له دندې یې استعفأ وکړه. که تریسا مې د جون په ټاکنو کې بریالۍ شي نو هغه به د لومړي ځل له پاره د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شي.

بریتانیاویانو تیر کال په جون میاشت کې په یوې ټولپوښتنې کې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په حق کې رایه ورکړه.