1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر اوسه لا د قانون ماتولو فرهنګ ژوندی دی»

خليل الرحمن اميد۱۳۹۲ دی ۲۲, یکشنبه

د افغانستان پر اساسي قانون د څارني کمېسيون وايي چي دوى په خپله د قانون په پلي کولو کي پاته راغلي دي، ځکه نو پر نورو ادارو باندي يې هم د پلي کولو تينګار کولای نه شي.

https://p.dw.com/p/1ApKS
انځور: DW/Husain Sirat

د افغانستان پر اساسي قانون د څارني کمېسيون چې له پياوړي واک څخه برخمن دى بيا هم ونه شوای کړای چې د قانون ماتوونکو ادارو او اشخاصو نومونه په ډاګه کړي.

د اساسي قانون د څارني کميسيون مشر پوهاند ګل رحمن قاضي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۲) د اساسي قانون له مخې د نظام د ټينګښت په يوه نړيوال کنفرانس کې چې د ځينو اسياسي او اروپايي هيوادونو استازو هم پکښې ګډون درلود په ډاګه کړه چې په افغانستان کې لا هم د قانون د تر پښو لاندي کولو کلتور ژوندی دی:

«له بده مرغه د قانون ماتول زموږ فرهنګ کرځيدلى دی، شخصي ګټو ته تر عمومي ګټو ترجيح ورکول زموږ فرهنګ کرځيدلى دى، په لومړي سر کې زه دا مسووليت پر ځان باندي منم او زه وايم چي خداى دې ما اصلاح کړي او بايد دا اصلاح راپکښې راشي.»

Afghanische Verfassung
انځور: DW

قاضي وايي په دې دوه ورځني کنفرانس کې به له نورو هيوادونو څخه هم د قانون پلي کيدو په برخه کې تجربې واخلي، څو د افغانستان اساسي قانون په ټولنه کې په مساوي توګه پلى شي.

هغه د نړۍ د هيوادونو ترڅنګه له خپلو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې د قانون په پلي کيدو کې ورسره مرسته وکړي.

ددغه کمېسيون مشر همداراز زياته کړه چې په افغانستان کې دوى خپله د قانون په پلې کولو کې پاته راغلي دي او له همدې کبله کولای نه شي چي پر نورو ادارو باندي هم ټينګار وکړي.

بله خوا بيا د سولي د عالي شورا غړى اسماعيل قاسميار، چي د اساسي قانون د لويي جرګې رييس وو وايي چې په افغانستان کې د درې ګوني قوې له خوا قانون تر پښو لاندي شوى او هرکس يا ډله له خپل زور څخه کار اخلي:

«تاسو پوهيږئ چې د قانون ماتول جرم دى او د اساسي قانون ماتول بيا يو لوى جرم دى. زه ويلای شم چې په لويه کچه قانون د چارواکو او هغو کسانو له خوا تر پښو لاندي شوى دى چې د قانون په پلي کولو کې يې لوى رول درلود.»

دى وايي د قانون ماتوونکي هغه کسان دي چې تر ملي او ټولنيزو ګټو يې خپلو ګټو ته لمړيتوب ورکړى دى او له دولتي ادارو څخه يې ناوړه ګټه اخيستې ده.