1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر اوږده ځنډ وروسته د پوتين او اوباما تليفوني خبري

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۵, جمعه

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره په تليفوني خبرو کي د نړۍ پر مهمو مسايلو، لکه د ايران اتومي خبري، اوکراين کړکېچ او په منځني ختيځ کي د داعش د پرمختگ په اړه ږغېدلی.

https://p.dw.com/p/1Fngt
انځور: picture-alliance/dpa

سپيني ماڼۍ اعلان کړی دئ، چي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون ۲۴مه) له اوباما سره تليفوني خبري کړي دي. دغه خبري چي د پوتين په ابتکار سره سوي دي، له فيبروري مياشتي راهيسي لومړۍ تليفوني خبري دي چي د دواړو ترمنځ کيږي.

دغه خبري دوې ورځي تر هغه وروسته کيږي چي امريکا متحدو ايالاتو د اوکراين کړکېچ په دليل اعلان وکړ چي په پام کي لري د اروپا په ختيځ کي د ناټو په يو شمېر غړيو هيواد کي درنې جنگي وسلوې ځای پر ځای کړي. د ويلو وړ ده چي دغه هيوادونه د ساړه جنگ پر مهال د مسکو د نفوس په حوزه کي ول.

پر دې سربيره د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ څو ورځي دمخه اعلان وکړ چي دغه تړون (ناټو) غواړي چي د چټگ غبرگون ځواک شمېر له ۳۰ تر ۴۰ زرو پوري زيات کړي.

د سپيني ماڼي په خبره، اوباما له خپل روسي سيال سره په تليفوني خبرو کي ټينگار کړی دئ، چي روسيه بايد د مينسک په توافقنامه کي پر کړو ژمنو باندي عمل وکړي. «په دې سره بايد روسيه ټول جنگي وسائل او عسکر د اوکراين له خاوري څخه پر شا کړي.»

غرب پر روسيې باندي تور لگوي چي په وسلو او جنگياليو سره د اوکراين د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. خو روسيه دغه تورونه ردوي.

د اوکراين په کړکېچ کي په تيرو ۱۵ میاشتو کي تر ۶۵۰۰ زيات انسانان وژل سوي دي. د مينسک د اوربند پر تړون سر بيره نزدې هره ورځ بيا هم په اوکراين کي د حکومتي ځواک او بېلتون غوښتونکو تر منځ وسله والي نښتې رواني وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل