1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر جګړې اویا کله وروسته، د متحدانو اړیکې څنګه دي؟

جيفيرسن چانسي۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

اویا کاله مخکې د نړۍ ډیرو هیوادونو لاس سره یو کړ چې د نازیانو رژیم مات کړي. خو اوس اویا کاله وروسته د هغه وخت متحدین د اوسنیو سیاسي مسایلو پر سر سره وېشل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FMRR
انځور: picture-alliance/dpa

په دې ورځو کې د هغو هیوادونو تر منځ چې اووه لسیزي دمخه يې د آلمان د نازي رژيم پر ضد اتحاد جوړ کړ، ډیر لږ اتحاد موجود دی. د نړیوالې جګړې د ختم د اویايمې لسیزي د لمانځي د مراسمو په اړوند رامنځ ته شوي ستونزي ښيي چې د دغو هیوادونو اړیکي ستونزمني دي. په خاصه توګه بیا د لویدیځ او روسیې ترمنځ اړیکې د اوکراین د موضوع پر سر ډیري کړکېچني شوي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د آلمان صدراعظمي انګيلا میرکل او د بريتانيا لومړي وزیر دوید کمرون په ګډون یو شمیر مشرانو د می میاشتې پر نهمه نېټه په مسکو کې کیدونکي پوځي پرېټ بایکاټ کړی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، بیا د جنورۍ میاشتي پر ۲۷مه نیټه د پولند د اشویتڅ کمپ د آزادولو په مراسمو کې ګډون و نه کړ.

پوتین له دې کبله له پولندیانو څخه خفه وو، چې ویلي يې ول د اشويتڅ کمپ په اصل کې د اوکرایني ځواکونو له خوا آزاد شوی دی او دا چې د نړیوالې جګړې د پای ۷۰ کلیزه باید د مسکو پر ځای په لندن او یا هم نیویارک کې ولمانځل شي.

په اپریل میاشت کې پولند د روسانو د «شپې شرموښان» په نوم موټر سایکل چلوونکو ډلي ته د ننوتو اجازه ور نه کړه. دغي ډلي غوښتل چې په ۱۹۴۵م کال کې برلین ته د پخواني شوروي ځواکونو رسیدل انځور کړي.

د نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د اویاومې کلیزې پر مهال په نړیواله کچه د پخوانیو متحدینو تر منځ ډیري ستونزي موجودې دي. خو د اوکراین پر سر د لویدیځ او روسیې تر منځ کړکیچ تر نورو ټولو ستونزو مهم او ژور دی.

تاریخي قدرت ښوول

پوتین له پخوا په دې خبره پوهیدی چې د لویدیځ مشران چې لا پخوا د اوکراین د کریمیا سیمې له کبله له روسیې سره په مخالفت کې دي، د می مياشتي پر نهمه نېټه به د مسکو په جشنونو کې ګډون نه وکړي. یو شمیر کارپوهان وایي چې پوتین غوښتل له همدې موضوع څخه په خپله ګټه استفاده وکړي.

د جورج تاون پوهنتون د بهرنیو خدامتو څانګې څخه کتلین سمیت، وایي: «ولسمشر پوتین د بریا ورځي په لمانځنه کې د لوېديځ د مشرانو له نه ګډون کولو څخه استفاده کوي چې د لویدیځ ضد عقاید پیاوړي کړي.» هغه زیاتوي: «په روسيه کې د دویمې نړیوالې جګړې خاطرې ډیري مغلقې دي که څه هم راتلونکې رخصتۍ د جګړې پای او د روسیې بریا لمانځي خو بیا به هم روسان په ۱۹۳۰مو کلونو کې منزوي شوی او پر دې سربیره هغه وخت آلمان د نه تاوتریخوالي له تړون څخه هم سرغړونه وکړه.»

پوتین غواړي په دې ترتیب سره خپلو خلکو ته وښيي چې اوس هم لویدیځ د روسیې پر وړاندي ولاړ دی او له خپلو سیاستونو څخه د هغوی ملاتړ جلب کړي.

ایریکي باهوفسکي، د ایستونیا په نړیوال مرکز کې د دفاعي چارو کارپوه، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې د جګړې د ختم د لمانځني په مراسمو کې د لویدیځو مشرانو نه ګډون، روسي مشرانو ته د دې موقع ورکوي چې پر لویدیځو مشرانو باندې سختې نیوکې وکړې.

قربانیان او قهرمانان

د سمیت په اند د روسیې وروستۍ هلي ځلي ښايي د دې له پاره وي چې روسان هغه عواقب چې د کریمیا تر نیولو وروسته رامنځ ته شوي دي ومني. هغه ټینګار کوي چې پوتین غواړي د دوهمې نړیوالې جګړې په بیلګې ورکولو سره خپلو خلکو ته دا احساس ورکړي چې نور د «روسیې له پاره د یو څه کولو په اړه فکر وکړي».

د سمیت په اند پوتین کولای شي چې د نړیوالي جګړې د یاد په تازه کولو سره روسانو ته دا احساس ورکړي چې هغوی د لویدیځ د تحریمونو له کبله قرباني شوي دي او په دې ترتیب سره د حکومت او د هغه د پریکړو ملاتړ ډیر شي.

خو کارپوهان همداراز وایي چې کیدای شي دغه کار د پوتین په ضرر هم تمام شي. هغوی استدلال کوي چې داسې هم کیدای شي چې روسان د لویدیځو مشرانو په نه لیدو سره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د پخواني شوروي او لویدیځ اتحاد په یاد راوړي او یو ځل بیا په روسه کې د لویدیځ ملاتړ پیاوړی شي.

خو په هر حال تر اوسه پوري لا په مسکو کې د گډونوالو شمېر روښانه نه دی. ډیرو هیوادونو ویلي دي چې په مراسمو کې به ګډون و نه کړي، خو وروسته به روسیې ته سفر وکړي.

روسیه بیا هم پر یو شمیر هیوادونو باندي حساب کولای شي. په دغو کې هندوستان، سویلي افریقا او چین شامل دي. د آلمان صدر اعظمي انګيلا میرکل هم ویلي دي چې هغه به پر نهمه نېټه نه، بلکې پر۱۰به مسکو ته ولاړه شي.

د «شپې شرموښان» په نوم موټر چلوونکې ډله
د «شپې شرموښان» په نوم موټر چلوونکې ډلهانځور: picture-alliance/dpa/ITAR-TASS/A. Pavlishak
په برلين کي سور لښکر
په برلين کي سور لښکرانځور: Bundesarchiv-183-E0406-0022-018