1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر قذافي وروسته به څه کيږي

۱۳۹۰ شهریور ۳, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالات او اروپا په دې تمه دي، چي په ليبيا کي د قدرت د ليږد خبر په رسمي توګه تصديق سي. ټول هيله څرګندوي چي د تيلو ددغه شتمن هيواد پرطبيعي شتمنيو شخړي رامنځ ته نه سي.

https://p.dw.com/p/12Nc5
د ليبيا ديکتاتور معمر القذافي
د ليبيا ديکتاتور معمر القذافيانځور: dapd

يوازي په امريکا د قذافي 30 مليارد ډالره شتمني کنګل سوې. د اروپايي اتحاديي غړي هيوادونو ملي سياستوال همدا اوس په دي بوخت دي، چي په ليبيا کي د خپلو هيوادونو ګټي خوندي وساتي.

 

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير فراتني د ياغيانو له شورا څخه دا ژمنه غواړي چي د قذافي رژ يم د ختميدو سره د تيلو په استخراج کي د ايتالوي شرکتونو د تړونو د خوندي ساتني ضمانت وکړي.

 

د فرانسې ولسي مشر، نيکولا سارکوزي داسي ښکاره کوي، چي ګواکي هغه له خپل تصميم سره د ناتو د عملياتو له لاري د ليبيا انقلاب برياليتوب ته ورساوه.

 

هغه هم هيله لري چي فرانسوي شرکتونو ته دي د سوداګرۍ امتياز ورکړل سي. آلمان لا همدا اوس د ليبيا د انتقالي شورا لپاره د سل مليون ايرو د يو پور د ورکړي ژمنه وکړه.

 

آلماني شرکتونه هيله من دي چي ډير ژر بيرته ليبيا ته ستانه سي. دغه راز ترکيه هم دغسي يو انتظار لري، په همدې وجه يي د پنجشنبې په ورځ په استانبول کي د ليبيا د نړيوال تماس د ډلي د يو کنفرانس بندو بست وکړ.

 

د امريکا متحده ايالاتو حکومت هم هيله څرګنده کړې، چي د تيلو د سرچينو پر سر شخړي رامنځ نه سي او د پخواني رژيم له پلويانو سره غچ اخيستونکي چلند ونه سي.

 

واشنګټن وايي، چي موږ نه پوهيږو چي تر قذافي وروسته به څوک او څه راځي، آيا د ليبيا نوې مشري به رښتيا هم د 42 کلن ديکتاتوري رژيم په پرتله انساني چلند ولري که نه؟

 

د اوباما اداره په ښکاره نعرې وهي:« د ليبيا يوازنی ارزښت د هغه د تيلو سرچينې دي.»

 

د ولسمشر مشاورين انديښنه لري، چي ښايي ډير ژر د تيلو د سر چينو پر سر د ليبيا د سيالو قومونو او د يو بل سره مخالفو ياغيانو ترمنح  نښتي پيل سي.

 

د متحده ايالاتو حکومت انديښنه ښودلې، چي د ليبيا د مدني ټولني د کمزورتيا له امله ښايي نوي فاتحين له مغلوبينو سره ناوړه چلند وکړي او په نتيجه کي دا هيواد په يوې سختي کورنۍ جګړه کي ډوب او حتي که حالت نور هم خراب سي ښايي دغه هيواد سره وويشل سي.

 

د امريکا متحده ايالات غواړي په ليبيا کي د خپلو بي شميرو مخبرينو او د بې پيلوټه الوتکو د څارني په مرسته ددې مخه ونيسي چي د قذافي د وسلو زيرمي او د ذهرجن ګاز وسلې د القاعدې تروريستي شبکې لاس ته ونه لويږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل