1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ټاکنو مخکي د افغان امنيتي ځواک پوځي عمليات

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې د افغانستان ټاکنو ته یوازي څو ورځي پاته دي، دا یوازي طالبان نه دي چې خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی، بلکي افغان امنیتي چارواکو هم خپل عملیات پراخ کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BZZK
انځور: picture-alliance/dpa

د افغان پوځ غړي د ننگرهار ولایت په خوگیاڼي او شیرزاد ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد په عملیاتو بوخت دي. د دغو ځواکونو اصلي دنده دا ده چې د اپریل پر پنځمه نیټه تر ټاکنو مخکې له دغو سیمو څخه طالبان پاک کړي او اوسیدونکو ته یې د دې چانس ورکړي چې د خپلې خوښي کانديد ته رايي ورکړي.

هر څوک چې د افغانستان راتلونکي ټاکني وگټي، نو له ولسمشر کرزي څخه به ورته یو ډیر حساس امنیتي وضعیت په میراث ورسیږي. اوس هم په افغانستان کې طالبان بریدونه ترسره کوي او افغان ځواکونه یې پرضد جنگیږي. پلان شوې ده چې د روان کال تر پایه پوري به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او په دې ترتیب سره به افغان امنیتي ځواکونه په یوازیتوب سره د یاغیانو پر ضد جگړه پر مخ یوسي.

د ملي اردو ځواکونو دغه عملیات د «چشم عقاب ۳۰» په نوم یادیږي چې پکښې په سوونو پوځي موټر شامل دي. پر دې سربیره ډیر امنیتي ځواکونه هم دغه عملیات پر مخ وړي.

د ملي اردو ځواکونه په چټکۍ سره پر مخ ځي او داسې یوه ځای ته رسیږي چې پکښې د کوکنارو ډیري کروندې دي. ډیر وخت د کوکنارو همدغه کروندې د طالبانو له پاره یوه ښه عایداتي منبع وي.

تر دې عملیاتو مخکي جنرال دادان لونگ، خپلو ځواکونو ته د هغوی دندې ور په یاد کړې او ويې ويل: «لکه څرنگه چې تاسو ټول پوهیږي افغانستان اوس په یوه حساسه مرحله کې چې د ولسمشریزۍ او ولایتي شوراگانو ټاکنې دي، دی.»

جنرال لونگ زیاته کړې وه: «موږ باید له خپل دښمن سره وجنگیږو او یاغیان له دې سیمې څخه پاک کړو.» لونگ د دغو خبرو پر مهال هغو غرونو ته اشاره کړې وه چې طالبان پکښي پټ دي. د لونگ تر څرگندونو وروسته سرتیرو په لوړ آواز ویلي وو: «الله اکبر!»

طالبان په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې له واکه گوښه شول خو دغه ډله تر اوسه پوري د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پرضد چریکي جگړه پر مخ بيايي. طالبانو گواښ کړی دی چې رارواني ټاکني به گډي وډي کړي.

د جگړې پیل

دا چې د ملي اردو ځواکونه د کوکنارو کروندو ته ورسیدل، وضعیت لا حساس شو. په همدې سیمه کې ډیر وخت موټر د سړک د غاړي پر ماینونو باندي برابریږي. خو د ملي اردو سرتیر خپل پر مختگ ته دوام ورکوي. د پوځ یوه منصب دار شیرین اغا، وايي: «په دې ځای کې یاغیانو په هر ځای کې د سړک د غاړي ماینونه ځای پر ځای کړي دي.» په همدې وخت کې له پوځي قطار څخه لږ لیري د سړک د غاړي یو ماین وچاودید، خو چا ته یې مرگ ژوبله وا نه ړوله.

د تيارې په رارسیدو سره یاغیانو هم خپل موجودیت په فيرونو کولو سره وښود. خو هغوی له داسي ځایونو څخه فيرونه کوي چې د ملي اردو ځواکونو ته نه څرگندیږي او کولای نه شي چې بیرته پر یوه مشخص هدف باندي فيرونه وکړي. خو سرتیرو تر لږ ځنډ وروسته د یوې درې پر لور د سپکو او درنو وسلو فيرونه پیل کړل. د سړې شپي تر تیریدو وروسته، نښته بیا پیل شوه او د افغانستان د ملي اردو ځواکونو پر طالبانو باندي فيرونه وکړل. تر درو ساعتونو وروسته پوځیانو خپل پرمختگ ته دوام ورکړ.

د ملي اردو ځواکونو کاروان یوه وړوکي کلي ته ورسید او سرتیرو اوبه وڅښکلې او ډوډۍ یې وخوړله. دا له اډې څخه تر وتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لومړۍ گرمه ډوډۍ وه.

خو یوازي څو دقیقې وروسته سرتیرو خپله ډوډۍ پریښوده او خپلي وسلې يې راپورته کړې، ځکه چې طالبانو بیا پر امنیتي ځواکونو باندي برید وکړ. که څه هم پر طالبانو باندي بمبارۍ هم شوي وې، خو هغوی کولای شي چې چریکي بریدونه وکړي او په دې ترتیب سره په ناڅاپي توگه پر امنیتي ځواکونو باندي فيرونه وکړي.

خو که یاغیان د ناڅاپي بریدونو امکان لري، بیا افغان امنیتي ځواکونه په ښه توگه سمبال دي. په دې کلي کې هم افغان سرتیرو پر یاغیانو باندي د فيرونو په کولو سره هغوی ته کلک ځواب ورکړ. دوی یو وار بیا پر یاغیانو باندي د سپکو او درنو وسلو فيرونه وکړل.

د ملي اردو غړي احمد قیس، په دې اړه وویل: «زموږ قطار د دښمن له کمین سره برابر شو، خو زموږ ځواکونو وروسته سخت جواب ورکړ. دښمن اوس له سیمې څخه تښتیدلی دی.»

جنرال لونگ هم وایي چې د «چشم عقاب ۳۰» عملیات بریالي ول او د یاغیانو د بریدونو پر ضد يې د افغان ځواکونو د مقاومت او وړتیا ستاینه وکړه. هغه وایي چې ځواکونه یې د امریکايانو له هوایي ملاتړ پرته هم کولای شي چې د یاغیانو مخه ونیسي.

دا چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به په کومه اندازه افغانستان د سوکالۍ او ثبات پر لور بوزي، د همدغو ځواکونو په وړتیا پوري تړلې خبره ده. دې پوښتني ته ځواب چې ایا افغان ځواکونه به په راتلونکې کې هم د یاغیانو مخه ونیولای شي، ښایي د وخت په تیریدو سره پخپله ورکړل شي.