1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ټولو خوشبخته انسانان په جنوبي امریکا کي ژوند کوي

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۳, دوشنبه

د نړۍ هغه لس هيوادونه چي خوشبخته انسانان ژوند پکښي کوي ټول ئې په لاتين امريکا کي دي. د «گالوپ» نظر پوښتني موسسې خپله سږنۍ نظرپوښتنه په نړۍ کي د خوشبخته هيوادونو په اړه په واشنگټن کي خپره کړه.

https://p.dw.com/p/1EvSk
انځور: drubig-photo - Fotolia

د «گالوپ» نظر پوښتني موسسې د نړۍ د ۱۴۳ هيوادونو د وگړو د تجريبو او خوشبختۍ په اړه څېړنه کړې ده. په دغه څېړنه کي د هر هیواد له زرو کسانو څخه پوښتني سوي دي.

دغه موسسه هر کال د خپلو څېړنو پايلي اعلانوي. د دوی د وروستيو څېړنو پايلي د پنجشنبې په ورځ په واشنگټن کي اعلان سوې. د دغي موسسې پوښتني بېلابېلي وې. دوی له خلکو څخه داسي پوښتني کوي چي پرون ئې د کرارۍ او خوشبختۍ احساس کړی دئ؟ آيا هغوی يو جالب کار کړی دئ؟ او آيا خندلي ئې دي او نورو ئې احترام کړی دئ؟

د نړۍ لس خوشبخته هيوادونه په جنوبي امریکا کي دي

ټول هغه لس هيوادونه چي په نړۍ کښې تر نورو خوشبخته انسانان ژوند پکښې کوي په لاتين امريکا کي دي. د دغي څېړني د پايلو له مخي پاراگوای د خوشبختۍ په برخه کي له ۱۰۰ څخه ۸۹ نمرې وړي دي او په دې سره ئې لومړی مقام گټلی دئ.

تر پاراگوای وروسته کلمبيا، گواتمالا او هندوراس راغلي دي چي دوی هم ټول په جنوبي او مرکزي امریکا کي واقع دي.

د «گالوپ» نظر پوښتني موسسه په دې اند ده چي يوازي ماديات د خوشبختۍ معيار نسي گرځېدلی، بلکي د نورو فاکتورونو ترڅنگ کولای سي چي د انسان د خوشبختۍ سبب وگرځي. د بېلگې په توگه گواتمالا د نړۍ يو له غريبو هيوادونو څخه دئ ولي بيا هم له کلونو راهيسي د خوشبختو هيوادونو د ليست په سر کي دئ.

د خوشبختو هيوادنو په ليست کي شمالي امریکا ۷۹ نمرې گټلي دي چي د وگړو کلنۍ عائيد ئې ۷۵ زره ډالره دئ. څېړني ښيي چي ډېر عائيد پر خوشبختۍ باندي قاطع تاثير نه لري.

اروپايي هيوادونه

سويس د نړۍ د خوشبختو هيوادونو په ليست کي ۸۰ نمېر خپلي کړي دي او لوکسامبورگ، آلمان او اتريش هره يوه ۷۸،۷۷ او ۷۵ نمرې لري. دغه هيوادونه سړی کولای سي د اروپا شتمن هيوادونه ياد کړي.

د منځني ختيځ او شمالي افريقا خلک له خوشبختۍ ليري دي

د منځني ختيځ او افريقا د شمال هيوادونو وگړي د دغي څېړني تر پوښتنو يوه ورځ دمخه تر نورو هيوادونو ډېر لږ مثبت احساس لاره. دغو هيوادونو ۵۹ نمرې اخيستي دي.

د يادولو وړ ده چي هغه هيوادونه چي وگړي ئې د خوشبختۍ ډېر لږ احساس کوي څلور ئې په منځني ختيځ او افريقا په شمال کي دي.

د نړۍ د خوشبختو هيوادونو په ليست کي صربستان، اوکراين او ترکيه هم په ۵۶،۵۴ او ۵۴ نمرو سره راغلي دي. د دغو هيوادونو په اوسېدونکو کي د خوشبختۍ ډېر لږ احساس ارزول سوی دئ.