تر ټولو زيات بډای اشخاص په نړۍ کي ـ ۲۰۱۷ کال
د نړۍ د تر ټولو زيات بډای کسانو د ليسټ په سر کي څوک ځای لري؟ د فوربس د نوي ليسټ پر اساس د دغو تر ټولو بډای کسانو انځورونه په دغه انځوريز البوم کي وګورئ:
۲۰ مقام ـ شېلډن اډلسون ـ ۳۰،۴ مليارده ډالره شمتني ـ پانګه وال
۸۳ کلن شېلډن اډلسون د يهودي ناقلينو زوی دی چي د جايدادونو په کاروبار کي يې په ملياردونو ډالره وګټلې. نوموړي په ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د کانديد دونلد ترمپ سره په خپلو سخاوتي بسپنو په کامپاين کي مرسته وکړه. [د دغه راپور معلومات د فوربس مجلې، هانډلسبلټ، او دي پرېسه له وېبپاڼو څخه د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۲۵مه نېټه اخيستل سوي. (ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی)]
۱۹ مقام ـ لي کا شينګ ـ ۳۱،۲ مليارده ډالره شمتني ـ پانګه وال
۸۸ کلن لي کاشينګ د هانګ کانګ تر ټولو بډای پانګه وال دی. نوموړی د پلاسټيکي ګلانو د شرکت په مرسته په ملياردونو ډالره پيسې وګټلې.
۱۸ مقام ـ وانګ جيانلين ـ ۳۱،۳ مليارده ډالره شمتني ـ پانګه وال
۶۲ کلن وانګ جيانلين تر ټولو بډای چينايي وکړی دی. نوموړي د جايدادونو په کاروبار کي زياتي پيسې ګټلي دي.
۱۷، ۱۶ او ۱۵ مقام ـ اليس، جيم او روب والټون ـ هر يو له ۳۳ ملياردو ډالرو زیاتي شمتني ـ وال مارت شرکت
۷۲ کلن سامويل روب والټون (انځور کي ښه اړخ) د خپلې خور اليس والټون (انځور منځ) او د خپل ورور (جيم والټون) سره په ګډه د نړۍ د تر ټولو لوی د دکانونو د لړۍ وال مارټ د مؤسس وارثين دي. دوی درې واړه جلا جلا تر ۳۳ ملياردو ډالرو زياتي شمتنۍ لري.
۱۴ مقام ـ ليليانا بېټنکورټ ـ ۳۹،۵ مليارده ډالره شمتني ـ د لوريال شرکت څښتنه
۹۴ کلنه ليليانا بېټنکورټ د نړۍ تر ټولو زياتي شمتنۍ لرونکې ښځه ده. د دغې فرانسوۍ پلار په ۱۹۰۷ کال د لوريال په نوم شرکت تاسيس کړ چي نن يې دغه مېرمنه تر ټولو زياتي ونډي لري.
۱۲ او ۱۳ مقام ـ لېري پېج او سرګې برين ـ ۴۰،۷ مليارده ډالره شمتني ـ د ګوګل مؤسسين
لېري پېج (انځور کيڼ اړخ) د ۱۹۹۸ کال راهيسي د خپل ملګري سرګې برين (انځور ښه اړخ) سره د انټرنټي لټون ماشين ګوګل مشر دی. په دوی کي لېري پېج ۴۰،۷ مليارده ډالره او برين ۳۹،۸ مليارده ډالره شتمنۍ لري.
۱۱ مقام ـ بېرنارد ارنالټ ـ ۴۱،۸ مليارده ډالره شمتني ـ د LVMH شرکت پانګه وال
۶۸ کلن بېرنارد ارنالټ د فوربس د بډايانو په ليسټ کي تر ټولو بډای فرانسوی دی. نوموړی او د هغه مېرمنه د نورو مهمو شرکتونو تر څنګ د مشهور کرسټيان ډيور شرکت زياته پانګه لرونکی کس دی.
۱۰ مقام ـ مايکل بلومبېرګ ـ ۴۷،۵ مليارده ډالره شمتني ـ د بلومبېرګ شرکت مؤسس
د نيويارک پخوانی ښاروال ۷۵ کلن مايکل بلومبېرګ د اقتصادي معلوماتو د شرکت بلومبېرګ مؤسس دی. هغه په وال سټريټ ونډه بازار کي د پانګه اچوونکي بېنکر په توګه پيسې وګټلې.
۸ او ۹ مقام ـ ډېويډ اېچ او چارلس کوخ ـ ۴۸،۳ مليارده ډالره شمتني ـ د کوخ شرکت څښتنان
ډېويډ اېچ کوخ(انځور ښه اړخ) د خپل پنځه کاله مشر ورور چارلس (انځور کيڼ اړخ) په څېر تقريبا ۴۸،۳ مليارده ډالره شمتنۍ لري. دواړه د نفتو او کيمياوي توکو د شرکت کوخ څښتنان دي. ډېويډ کوخ د «ټي پارټي» په نوم د متحده ایالاتو د محافظه پال غورځنګ تر ټولو لوی تمويلونکی هم دی.
۷ مقام ـ لېري اېليسن ـ ۵۲،۲ مليارده ډالره شتمني ـ د اوراکل شرکت مؤسس
۷۲ کلن لېري ايليسن د تېر کال په پرتله د شمتنو په ليسټ کي د خپل مقام په جګولو کي نه دی بريالی سوی، خو بيا يې هم د تېر کال په پرتله په شتمنيو کي د تقريبا ۱۰ ملياردو ډالرو زیاتوالی راغلی دی.
۶ مقام ـ کارلوس سلیم ـ ۵۴،۵ مليارده ډالره شمتني ـ ميکسيکنی پانګه وال
کارلوس سليم د تېر کال په پرتله د فوربس په حواله ۵ مليارده ډالره په تير کال کي ګټلي او سرمايه يې سږکال ۵۴،۶ ته جګه سوې ده. نوموړی د نورو لويو شرکتونو تر څنګ د تليکام آستراليا يو لوی پانګه وال دی.
۵ مقام ـ مارک زکربرګ ـ ۵۶ مليارده ډالره شمتني ـ د فيسبوک بنسټ ايښودونکی
مارک زکربرګ ۳۲ کلن دی. خو د فيسبوک دغه بنستګر اوس د نړۍ په تر ټولو بډای انسانانو کي شمېرل کيږي. اټکل کيږي چي هغه به ډېر ژر د نړۍ په ملياردرانو کي تر ټولو مخکي سي.
۴ مقام ـ امانڅيو اورتېګا ـ ۷۱،۳ مليارده ډالره شمتني ـ د جامو د شرکتو مالک
امانڅيو اورتېګا د اروپا تر تولو بډای شخص دی. دغه هسپانوی تجار د يو شمېر نورو جامو د شرکتونو د زارا په نوم مشهور شرکت څښتن هم دی. نوموړی د زيات وخت راهيسي د فوربس له خوا د ملياردرانو د ليسټ په لومړيو لسو مقامونو کي قرار لري.
۳ مقام ـ جېف بېزوس ـ ۷۲،۸ مليارده ډالره شمتني ـ د امازون شرکت رئيس
جېف بيزوس تېر کال د لومړيو لسو ملياردرانو په ليسټ کي د لومړي ځل له پاره داخل سوی ؤ. خو هغه سږ کال ځان دريم مقام ته رسولی.
۲ مقام ـ وارن بوفېټ ـ ۷۵،۶ مليارده ډالره شمتني ـ پانګه وال
هغه وختونه چي ۸۶ کلن پانګه وال وارن بوفېټ به د ملياردرانو د ليسټ په سر کي قرار درلود پای ته رسېدلي دي. خو هغه د فوربس د ۲۰۱۷ په ليسټ کي د دريم مقام څخه بېرته دويم مقام ته راجګ سوی دی.
۱ مقام ـ بل ګېټس ـ ۸۶ مليارده ډالره شتمني ـ د بيل ګېټس بنسټ مشر
د مايکروسافټ مؤسسس بل ګېټس په تيرو ۲۳ کالو کي ۱۸ ځله د ملياردرانو په ليسټ کي لومړي مقام درلودلی دی. د تېر کال په پرتله د هغه په شتمنۍ کي زياتوالی راغلی او دغه شمتني ۸۶ مليارد ډالرو ته جګه سوې ده. [د دغه راپور معلومات د فوربس مجلې، هانډلسبلټ، او دي پرېسه له وېبپاڼو څخه د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۲۵مه نېټه اخيستل سوي. (ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی)]