1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ګوانتانامو وروسته ژوند: د دوو افغانو ملګرو داستان

۱۳۹۵ اسفند ۹, دوشنبه

دوه افغان ملګري چې په ګوانتانامو زندان کې سره یو ځای ساتل کیدل، تر آزادۍ وروسته پر دوو بېلو لارو روان شوي دي. یو یې له داعش او بل یې له افغان ځواکونو سره یو ځای شوی دی.

https://p.dw.com/p/2YIb6
Guantanamo Bay Gefangene Verhör Symbolbild
انځور: Getty Images

حاجي غالب او عبدالرحیم مسلم دوست، ځکه سره انډیوالان شول چې دواړو له شاعري سره مینه لرله. هغوی دواړو د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې د یوولسمې نیټې تر برید وروسته د ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوي ول. غالب چې ۴۹ کلن دی، وایي: «ګوانتانامو د نړۍ پر مخ تر ټولو خراب ځای دی.»

هغه زیاتوي: «هره ورځ به مي له ځانه پوښتل چې ولې زه نیول شوی یم؟ ولې یې زما د ژوند پنځه کاله خراب کړل؟ ولي عدالت او د تاوان جبران نه شته؟»

غالب په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو پر خلاف جګړه کوله، بیا د طالبانو پر ضد جنګید او وروسته بیا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل شو. خو په ۲۰۰۳م کال کې پر هغه باندې له یاغیانو سره د اړیکه لرلو تور ولګید.

چارواکو هغه له دندې ګوښه کړ، او بیا یې د ګوانتانامو زندان ته واستاوه. امریکایي چارواکو بیا په ۲۰۰۷م کال کې پریکړه وکړه چې غالب د القاعدې او یا هم طالبانو غړی نه دی.

له زندانه تر آزادیدو وروسته، غالب د امریکایانو پر ضد جګړه پیل نه کړه، او په بدل کې یې له افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شو چې په خبره یې د افغانستان له اصلي دښمنانانو چې طالبان او داعش دي، وجنګیږي.

په دې ترتیب سره نو غالب له خپل پخواني ملګري مسلم دوست، سره هم جنګیږي چې د غربي او افغان چارواکو په خبره په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت (داعش) ترهګري ډلي لوړپوړی قوماندان دی. مسلم دوست، تر غالب دوه کاله مخکې آزاد شوی وو.

غالب وایي چې مسلم دوست به په ګوانتانامو کې نورو زندانیانو ته د جهاد په اړه خبرې کولې: «کله چې به هغه تبلیغ کاوه نو نورو زندانیانو به ژړل. هغوی د مسلم دوست د لوړ او په زړه پوړي غږ له کبله هیرانیدل.»

د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲م کال کې پرانیستل شو. په دې زندان کې یو پر څلورمه برخه بنديان افغانان ول چې ډیری یې بیا وروسته له دې کبله چې په ناحقه نیول شول شوی ول آزاد شول. ځينو کارپوهانو ویلي دي چې په ناحقه د ګوانتانو زندان ته د کسانو استول د دې سبب شوي دي چې ځیني آزاد شوي کسان بیا له یاغیانو سره یو ځای شي.

غالب وایي: «امریکایان ښايي ګوانتانامو ته د یوې اړتیا په سترګه وګوري، خو هغوی باید د بنسټ پالو او هیواد دوستو کسانو تر منځ توپیر وکړي.»

غالب اوس د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوال دی. طالبانو په ۲۰۱۳م کال کې د هغه ورور چې د سړک د جوړیدو یوې پروژې ساتنه یې کوله وواژه. دوې اوونۍ وروسته بیا د طالبانو په یوه بله چاودنه که د غالب د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول. کله چې غالب له فرانسې خبري آژانس سره خبري کولې نو زوی یې وروسته د هغه د یوه بل دوست د وژل کیدو خبر هم راوړ.

غالب پر خپل مخ لاسونه ونيول او ویې ویل: «د مسلم دوست په څیر کسان د بهرنیانو پر ضد جنګیږي خو ډیر وخت افغانان وژني. که زه هغه [مسلم دوست] د جګړې په لومړی کرښه کې ووینم، نو ژوندی به یې پرې نه ږدم.»

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: