1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپږ میاشتو کې تر ۲۰۰ زرو ډیر مهاجر آلمان ته رسیدلي دي

آژانسونه / ش. ن.۱۳۹۵ تیر ۱۹, شنبه

د روان مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې آلمان ته ۲۲۲۰۰۰ کډوال رسیدلي دي. د دغو شمیرو څخه معلومیږي چې له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د تړون په پایله کې آلمان ته د راتلونکو کډوالو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/1JMHO
انځور: DW/R. Shirmohammadi

آلمان ته د راتلونکو کډوالو په شمیر کې د کموالي رامنځته کیدو سربیره د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر توماس ډیمیزیر ویلي دي په ۲۰۱۶ کال کې آلمان ته د راغلو مهاجرو دقیق شمیر نه دی معلوم. تیر کال ۱،۱ میلیونه کډوالو په آلمان کې د پناهندگۍ غوښتنه کړی وه.

د جمعې په ماښام د آلمان د کورنیو چارو وزیر له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل: «له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تړون تر اوسه پورې عملي کیږي. خو زه دا ضمانت نه شم ورکولی چې په راتلونکو میاشتو کې به هم وضعه په همدې حالت پاتی شي.» نوموړي زیاته کړه چې د بالکان د مسیر وضعیت لا پسې خرابیدلې شي.

د روان کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې آلمان ته د راتلونکو کډوالو مجموعي شمیر ۲۲۲۲۳۴ ښودل شوی دی. یوازې د جنورۍ په میاشت کې آلمان ته ۹۱۶۷۱ تنه مهاجر راغلي ول چې په دې توگه پورته شمیر آلمان ته د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې په ډراماتیک ډول د کموالي څرگندویې کوي.

د جون په میاشت کې آلمان ته ۱۶زره مهاجر راغلي دي. همدارنگه د اپریل او می په میاشتو کې هم دې ته ورته ارقام ثبت شوي دي.

تیر کال کله چې د مهاجرت کړکیچ شدت اختیار کړی وو، یوازې د ۲۰۱۵ کال په نوامبر میاشت کې آلمان ته ۲۰۶۰۰۰ کسان مهاجر شوي ول. په دوی کې تر ټولو ډیر سوریایې مهاجر ول چې په خپل هیواد کې د روانې کورنۍ جگړې له امله د امنو هیوادونو پر لور هجرت کولو ته اړ شوي ول.

د توماس ډیمیزیر په خبره د شمالي افریقا څخه ایټالیا ته د راتلونکو مهاجرو د ثبت او راجستر کیدو د بهیر په برخه کې هم ښه والی راغلی دی. نوموړي زیاته کړه چې ایتالوي چارواکي نورو اروپایې هیوادونو ته د مهاجرو د لیږلو پر ځای په اغیزمنه توگه هغوي ثبت او راجستر کیږي.

د ډیمیزیر په خبره که څه هم اوس د بالکان لاره د مهاجرو پر مخ تړلی ده، خو انساني قاچاقبران په کوچنو کوچنیو ډلو کې اروپایې هیوادونو ته د مهاجرو د استولو په برخه کې فعاله دي.

په همدې منځ کې آلماني چارواکو خپلو هیوادونو ته د هغو مهاجرو د بیرته لیږد بهیر هم چتک کړی دی، چې یا خو د پناه غوښتنه یې رد شوی او یا هم له کوم «امن هیواد» څخه راغلی وي.

دیمیزیر زیاته کړه چې په روان کې کال کې به نږدې ۱۰۰ زره داسې مهاجر بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي او یا به هم په خپله خوښه ستانه شي، چې د پناه غوښتنه یې رد شوي وي. تیر کال د داسې کسانو شمیر ۵۹ زره وو.