1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د آلماني ځواکونو د پاتې کیدو غوښتنه

نسيم صابر (آژانسونه)۱۳۹۱ دی ۱۸, دوشنبه

د آلمان د پوځ صنفي اتحاديه غواړي چې یو شمیر آلماني جنګي سرتېري تر ۲۰۱۴ وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا هم غواړي چې تر دې نیټې وروسته په افغانستان کې له ۶۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ سرتیري ولري.

https://p.dw.com/p/17F9a
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د پوځ د صنفي اتحادیې مشر اولریش کیرش، ویلي دي: «موږ داسې احتياطي سرتېرو ته اړتيا لرو چې وکولای شي د کړکېچونو پر وړاندې غبرګون وښېي.»

د کیرش دغه خبرې په دوسلدورف کې د خپرېدونکې «راينيشه پوست» ورځپاڼې د دوشنبې ورځې په ګڼه کې خپرې شوې دي. هغه ټینګار کړی دی چې آلمان ته د دغه هیواد د سرتېرو د بيا ستنېدلو بهير بايد په ډاډمنه توګه سر ته ورسيږي.

اوس مهال آلمان په افغانستان کې شاوخوا څلور زره سرتیري لري چې ډیری یې د دې هیواد په شمال کې میشت دي. دغه هیواد لا وختي له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د راایستلو بهیر پیل کړی دی.

ډګروال کيرش زیاته کړې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو احتياطي جنګي سرتېرو شمېر لا نه شي اټکل کېدای. خو دی انتظار لري چې «څه د پاسه يوه کنډک، يعنې له ۶۰۰ تر ۸۰۰ سرتېرو ته به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم اړتیا وي چې وکولای شي د ضرورت په صورت کې هر وخت مداخله وکړي.»

په پلان کې ده چې ناټو د ۲۰۱۴ کال تر پايه پورې له افغانستان څخه خپل ټول جنګي سرتېري راوباسي. تر دې مخکې امریکا هم ویلي وو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کې خپل یو شمیر ځواکونه وساتي. ویل کیږي چې کیدای شي ولسمشر اوباما له دغې نیټې وروسته هم په افغانستان کې له ۶۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ پورې امریکايي سرتیري وساتي.

په راتلونکو عملیاتونو کې د افغانستان د تجربې کارول

کيرش ټينګار کړی دی چې آلماني پوځ بايد په خپلو راتلونکو عملیاتونو کې د افغانستان د مأموریت پر مهال له تر لاسه شویو تجربو څخه کار واخلي. هغه زیاته کړې ده چې د افغانستان له ماموريت سره «ډېر سطحي چلند» شوی دی، چې دا کار بايد بيا تکرار نه شي.

اوس مهال آلمان په دې اړه خبرې اترې کوي چې د مالي هیواد له پوځ سره مرسته وکړي چې د دغه هیواد شمالي برخې د یاغیانو له کنتروله راوباسي. آلماني چاواکو ویلي دي چې د مالي په جګړه کې به مستقیمه ونډه وا نه خلي، خو د دې هیواد له حکومت سره به د پوځ د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

د آلمان د پوځ د صنفي اتحادیې مشر اولریش کیرش، ویلي دي چې آلمان باید د مالي په احتمالي روزنيز مأموريت کې څرګند اهداف وټاکي. کیرش وویل دا چې آلمان په مالي کې څه غواړي، سرتیرو ته نه ده روښانه شوې. هغه د دې خبرې د روښانیدو غوښتنه کړې ده.