1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې پنځه زره ښځینه پولیس جذبیږي

۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبه

افغان دولت پلان لري چې تر ۲۰۱۵ کال پورې د ښځينه پولیس سرتیرو شمیره ۵۰۰۰ تنو ته ورسوي. د کورنیو چارو د وزارت رسمي شمیرې ښيي چې په تیرو لسو کلونو کې ۱۲۰۰ تنه ښځي او نجوني د پولیسو لیکو ته جذبې شوې دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/165h4
Hamid Karzai Nationale Polizeiakademie Kabul

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمان، دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پولیسو یو شمیر فارغانو ته د وینا پر مهال وکړې.

جنرال رحمان ووویل چې دوی پلان لري چې تر ۲۰۱۵ کال پورې پنځه زره تنه ښځینه پولیسې د کورنیو چارو د وزارت چوکاټ ته راجذبې کړي او هغه چارې چې اوس ئې د ښځینه پولیسو د کمښت له کبله نارینه پولیس پر مخ بیايي ورته وسپاري.

دمګړۍ په ډيرو مواردو کې د ښځینه پولیسو دندې هم نارینه تر سره کوي چې دغه کار ځینې وخت د سرخوږي او د کورني تاوتریخوالي د زیاتیدو لامل گرځي. جنرال رحمان وویل: «د پنځو زرو ښځو جذبول زموږ د اساسي پلانونو په ډله کې دي، چې د پولیسو د وړتیا او کمیت په برخه کې به ښه رول ولوبوي. خو اوس د ښځينه پولیسو شمیره ټیټه ده او زموږ چاري ئې په ځینو مواردو کې ټکنۍ کړې دي.»

د افغان  پولیسو د روزنې د ماموریت مشري اوس د اروپايي ټولنې او ناټو پر غاړه ده. خو المان او امریکا هغه دوه ملکونه دي چې د افغان پولیسو د روزلو او تجهیز په برخه کې ئې په سلګونو میلیونه امریکایي ډالر لګولي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې ښځې لیواله دي چې د نورو ملکي ادارو تر څنګ په پولیسو کې کار وکړي.

د دغې ادارې یو مرستیال ښاغلي بل، له قوله راغلي دي چې د افغانستان په ۶۵ ولسوالیو  کې د ښځینه پولیسو د روزلو چارې روانې دي او د پولیسو له لیکو سره د نجونو او ښځو د یوځای کیدو لیوالتیا هم زیاته سوې ده.

خو ایا یوازې د پولیسو د کمیت لوړیدل به اوسنیو ستونزو ته مناسب ځواب وي. د دې پوښتنې په ځواب کې د پوځي چارو مبصر او د ملي امنیت متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت، وویل: «که موږ وسلې و نه لرو مورال به به له کومه کړو. مورال په وسلو ده، په نظامي روزنه ده، او که دا مسایل نه وي نو څوک ځان غښتلی نه سي ګڼلای، که هغه سرتیری وي که پولیس او که هم د ملي امنیت کارکونکی.»

ډیری کارپوهان نا امني هغه جدي ستونزه بولي چې پر وینا ئې د پولیسو له لیکو سره د ځوانانو د یو ځای کیدو مخه نیول شوې ده خو په دغه برخه کې سیمه ییز رواجونه هم له یاده نه شو ایستلای کوم چې د تعلیم او مسلکي روزنې په برخه کې د ښځو او نجونو پر وړاندي جدې خنډونه شمیرل کیږي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش