1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۲۰۱۶ کال وروسته په ۵۵۰۰ امریکایي سرتيري پاتیږي

۱۳۹۴ مهر ۲۳, پنجشنبه

د بارک اوباما د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې هغه به تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې ۵۵۰۰ سرتیري وساتي. تر دې مخکې په دې وخت کې په افغانستان کې د یوازې ۱۰۰۰ امریکایي پوځیانو د پاتې کیدو خبره کیده.

https://p.dw.com/p/1GopU
انځور: picture alliance/ZUMA Press

ولسمشر اوباما تر هغه وروسته په خپل پلان کې بدلون راوست چې پوځي مشاورینو یې ورڅخه په افغانستان کې د لا ډیرو سرتیرو د پریښودو غوښتنه وکړه.

چارواکو ویلي دي چې ولسمشر اوباما به خپله دغه پریکړه د پنجشنبې په ورځ سهار له سپینې ماڼۍ څخه اعلان کړي. د ولسمشر اوباما د نوي پلان له مخې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو اوسنی ۹۸۰۰ شمیر د راتلونکي کال تر ډیرې مودې پورې هم وساتل شي او په ۲۰۱۷ کال کې به بیا په افغانستان کې د دغه هیواد د سرتیرو شمیر ۵۵۰۰ تنو ته راکښته شي. زیاته شوې ده چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو څرنګوالی به په دغه هیواد کې د امریکایي پوځي قوماندانانو له خوا وټاکل شي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس د امریکایي چارواکو دغه څرګندونې د نوم د نه بربنډولو په شرط خبرې کړې دي ځکه هغوی له ولسمشر اوباما مخکې د دغې موضوع په اړه د خبرو کولو اجازه نه لرله.

د سپینې ماڼۍ چارواکو له اوونیو راهیسې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په پلان کې د بدلون راتلو په اړه خبرې کولې. تر هغه وروسته چې ولسمشر اوباما دوه کاله مخکې خپل دغه سیاست اعلان کړ، نو یو شمیر پوځي قوماندانانو پر هغه باندې ځکه نیوکې وکړې چې په خبره یې دغه سیاست د افغانستان د شرایطو له مخې نه وو جوړ شوی.

په داسې حال کې چې امریکایي چارواکي وایي ولسمشر اوباما له څو میاشتو راهیسې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پر پلان باندې غور کاوه، داسې ښکاري چې د هغه پر نوې پریکړې باندې تر ټولو لوی اغیزه په وروستیو وختونو کې د طالبانو د بریدونو ډیریدل او د یوې لنډې مودې له پاره د دغې ډلې له خوا د کندز ښار نیولو اچولې ده.

پر دې سربیره افغان او امریکایي پوځي چارواکو په افغانستان کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د فعالیتونو په اړه هم خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

چارواکو ویلي دي چې تر ۲۰۱۷ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیدونکي امریکايي ځواکونه به د ترهګرۍ ضد عملیاتو ته دوام ورکړي او د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنه باندې به تمرکز وکړي. دغه ځواکونه به په کابل، بګرام، جلال آباد او کندهار کې میشت وي.

تر دې مخکې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم د دې سازمان غړو هیوادونو ویلي وو چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پلان باید د دغه هیواد د امنیتي شرایطو په پام کې نیولو سره جوړ شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب