1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۲۰۵۰ کاله پوري به د نړۍ د نفوسو شمېر ۹،۵ ميلياردو ته ورسيږي

۱۳۸۹ مرداد ۸, جمعه

په نژدې لسيزو کي به زموږ د نړۍ د اوسېدونکو شمېر د ډيريدو په حال کي يي او د امريکايي څېړونکو په وينا تر ۲۰۵۰ ميلادي کاله پوري به په نړۍ کي ۹،۴۹ مليارده انسانان ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/OXvE
په ۲۰۵۰ کال کي به چين د نفوس له لحاظه لومړی ځای و نه لري، بلکي د هند نفوس به په نړۍ کي تر ټولو ډير وي.
په ۲۰۵۰ کال کي به چين د نفوس له لحاظه لومړی ځای و نه لري، بلکي د هند نفوس به په نړۍ کي تر ټولو ډير وي.انځور: AP

د امريکا د نفوس شمېرني ادارې په خبره اوس په ټوله نړۍ کي ۶،۸۹ ميليارده انسانان ژوند کوي.

په ۲۰۵۰ کال کي به چين د نفوس له لحاظه لومړی ځای و نه لري، بلکي د هند نفوس به په نړۍ کي تر ټولو ډير وي.

د امريکايي ادارې په خبره تر ۲۰۵۰ کاله پوري به د هند د اوسېدونکو شمېر به ( ۱،۷۵ ملياردو) ته ورسيږي او په چين کي به ( ۱،۴۸مليادرده) انسانان ژوند کوي.

برتانيه به په ۲۰۵۰ کال کي د ډيرو کوچنيانو د زېږولو په کتارکي په اروپاکي لومړی ځای ولري.

برتانوي ورځپاڼه ديلي تیلیگراف د امريکا د احصايي د اداري په قول ليکي چي په روان وخت کي د برتانيې د اوسېدونکو شمېر ۶۲،۲ ميليونه دی چي دا به تر ۲۰۵۰ کال پوري ۷۱،۵ ته لوړ سي.

دا برتانيې ته ددې چانس ورکوي چي د نفوس له لحاظه تر فرانسې او جرمني مخکي سي.

لکه څنگه چي تمه کيږي تر ۲۰۵۰ميلادي کاله پوري به د فرانسې د نفوسو شمېر ۷ ميليونه لومړ سي چي ټول ټال به ۶۳ ميليونو ته ورسيږي. جرمني به د ديموگرافي له ستونزو سره مخامخ وي.

که د جرمني د اوسېدونکو شمېر اوس ۸۱،۶ ميليونه دی نو تر ۲۰۵۰ ميلادي کاله پوري کيدای سي دغه شمېر ۷۱،۵ ميليونو ته راکښته سي.

ag/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي