«تر ۳۶۰۰ ډیرو مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی»
۱۳۹۵ تیر ۲۴, پنجشنبهاټکل کیږي چې د راوپا د لارې په مسیر کې تر ۳۶۰۰ ډیرو مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د ارزیابۍ او څیړنې له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۶۹۴ مهاجر وژل شوي او یا هم لادرکه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان مشر ویلیم سوینگ، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د ۲۰۱۵م کال د لومړۍ نیمایې په پرتله د وژل شوو او یا هم لادرکه شوو مهاجرو په شمیر کې ۱۸ سلنه ډېرښت راغلی دی.
په ټوله نړۍ کې د مهاجرت یا تیښتې خطرناکه لاره د مدیترانې سمندر باقي پاتيږي. یوازې د جون میاشتې تر پايه پوري په دغه سمندر کې ۲۹۰۵تنه وژل شوي او یا هم ورک اعلان شوي دي.
د دغو مهاجرو لویه برخه (تر ۲۵۰۰ ډیر) یې له افریقا څخه د ایټالیا په لاره کې په اوبو کې ډوب شوي دي. سوینگ، وویل چې د دوبي په فصل کې یو وار بیا د قربانیانو د شمیر لوړیدو احتمال زیات دی.
د (IOM) مشر زیاته کړه: «د مهاجرو یو لوې اکثریت د اروپا پر لور د سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.»
نوموړي زیاته کړه چې په سوریې او افغانستان کې د روانو شخړو په خاطر باید د نړۍ د نورو برخو کړکیچونه له پامه ونه وغورځوو: «موږ یوازې د مهاجرو له کړکیچ سره مخامخ نه یو. په نړۍ کې یو سلسله کړکیچونه جریان لري. په مجموع کې نهه یا لسو مواردو کې.» دغه پخواني امریکایې دیپلومات د عراق، یمن او جنوبي سوډان شخړو ته اشاره وکړه.
(IOM) په نړۍ کې د ۱۶۵ هیوادونو د غړیتوب په لرلو سره تر ټولو لوی بین المللي سازمان دی.له ۲۰۱۵م کال راهېسې دغه سازمان په برلین کې د اطلاعاتو د یو بانک سرپرستي کوي. د اطلاعاتو دغه بانک په ټوله نړۍ کې د مهاجرو د حرکت د مسیر اړوند مختلف اعداد او ارقام را ټولوي او ارزوي.
د دغو ارقامو پر بنست د روان کال له پیل راهيسي۲۳۸ زره مهاجر د مدیترانې سمندرگي له لارې اروپا ته راغلي دي. د دغه سازمان د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۵م کال کې تر یو میلیون ډیر مهاجر اروپا ته راغلي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان مشر وویل چې د بالکان مسیر تړل کیدل او له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تړون به ډیر لوې بدلون رامنځته نه کړي.
نوموړي زیاته کړه چې کډوال د نورو لارو په لټه کې دي. سوینگ په عین وخت کې له لویدیځې نړۍ وغوښتل چې د مهاجرو بهیر ته دې د یوه چانس په توگه وگوري، د بیلگې په توگه د اقتصادي دلایلو له مخې.
هغه وویل چې اروپا د ماشوم زیږولو د ډیرې ټیټې کچې له امله د روانې پیړۍ تر نیمایې پورې، څو میلیونه کاري قوې ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې په اوږدمهال کې به د هغو هیوادونو وضع چې د مهاجرو د منلو سیاست تعقیبوي د نورو په پرتله ښه وي.
(IOM) مشر یادونه وکړه: «ډیر شمیر لویدیځ هیوادونه څو کلتوري، څو قومیتي او څو مذهبي کیږي، له دې امله موږ په صنعتي نړۍ کې د اطلاع رسونې کمپاینونو ته اړتیا لرو. نه یوازې د دې له پاره چې خلک پوه کړو چې په هر حال دا کار کیږي، بلکې په دې هکله چې دغه بهیر زموږ له پاره مثبت دی.»#