1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۴۵۰۰ زیات مهاجر په یوه ورځ ژغورل سوي دي

آژانسونه/ ق.ن.۱۳۹۵ تیر ۱۶, چهارشنبه

د ایټالیا ساحلي ساتونکو د اروپايي ټولني له نورو مرستندویه سازمانونو او بحري قواوو سره یوځای یوازي د سه شنبې په ورځ په مدیترانه کي تر ۴۵۰۰ زیات مهاجر ژغورلي دي.

https://p.dw.com/p/1JJxc
Mittelmeer Rettung von Bootsflüchtlingen
انځور: Getty Images/AFP/G. Bouys

ساحلي ساتونکو د سه شنبې ورځې په ماښام ناوخته خبر ورکړ چي دغو کښتیو د ایټالیا او شمالي افریقا تر منځ له اوبو څخه په یوه ورځ ۳۰ ژغورونکي عملیات تر سره کړي دي.

تر ټولو لوی او خطرناکه عملیات یوې کښتی سرته ورسول چي په ترڅ کې ۴۳۵ کډوال له داسي یوې کښتی څخه وژغورل شول چي په مدیترانه کي د سفر له پاره هیڅ مناسبه نه وه. ویل کیږي چي د هغوی په منځ کي ۱۲۴ ښځي او ۱۸ کوچنیان ول.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت تیره اوونی خبر ورکړ چي د ۲۰۱۶م کال په لومړۍ نیمايي کي د اوبو له لاري څه نا څه ۷۰۰۰۰ مهاجر دغه هیواد ته راغلي دي. دا څه نا څه په ۲۰۱۵م کال د ټولو راغلو کډوال شمیر وو.

د ملگرو ملتونو د مهاجرينو عالي سازمان یا UNHCR اټکل کوي چي سږ کال د هغو وژل سویو کډوالو شمیر چي هڅه یې کوله د مدیترانې له لاري ایټالیا او د اروپا نورو هیوادونو ته ورتیر سي، تر ۲۸۰۰ تنو هم اوښتی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل