1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر 2013 پوري بايد د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د وتلو بنسټ جوړ سي

۱۳۸۸ شهریور ۲۲, یکشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شټاين ماير چي په راتلونکي پارلماني ټاکنو کي د آلمان د صدراعظمي مقام ته کانديد شوي دی غواړي چي تر 2013 کال پوري له افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلو لپاره مهم شرايط برابر کړي...

https://p.dw.com/p/Je70
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: AP

د آلمان « در شپيګل» نومي مجلي د يو «لس فقره ايز پلان چي ويل کيږي شتاين ماير تاييد کړي دي، په حواله له دغي موضوع څخه نن رپوټ ورکړ. په عين وخت کي هغه په پام کي لري چي يو زيات شمير نور پوځي روزنکي افغانستان ته واستوي. په دغه پلان کي ويل شوي دي، په 2011 کال کي د فيض آباد له هډي څخه د آلمانی سرتيرو د ایستلو يوه برخه په پام کي نيوله شوي ده.

تر اوسه پوري د آلمان د حکومت رسمي تګ لاره دا وه چي په افغانستان کي د امنيت له ټينګيدو څخه وروسته آلماني سر تيري به د پنځو تر لس کولونو پوري قدم په قدم بيرته خپل هيواد ته ستانه شي. د شتاين ماير په پلان کي دا هم ويل شوي دي چي د افغانستان د بيا ودانولو لپاره د نړيوالي ټولنی نوي تړون چي د افغانستان د کامپکت په نامه هم ياديږي تر 2016 کال پوري بايد دوام پيدا کړي. ، د يو شمير اروپايي هيوادونو د هغو په جمله کي د آلمان، بریتانیا، فرانسه او ايتاليا، د خوښي له مخي بايد د دغه نوي تړون يا کامپکت پر سر خبري اتري بايد ګړندي کړاي شي.

د « در شپيګل» د رپوټ له مخي، د آلمان د بهرنيو چارو د وزير، شتاين ماير له خوا په دغه وړاندي شوي پلان کي چي په دو پاڼو کي د « افغانستان لپاره د لس ګامونو» تر نامه لاندي خپور شوي، راغلي دي چي : « په راتلونکي پارلماني دوره کي بايد له افغانستان څخه د وتلو بنسټ جوړ کړاي شي. په دي موخه بايد مونږ اوس د بنسټ تيږي سمي کيږدو.»

دغه پلان غوښتنه کوي چي د راتلونکو بيا رغاوني مرستو لپاره مشخص او ټاکلي هدفونه او اغيزمن مخکي له مخکي تدابير په کار دي تر څو د هغوعملي کول تر څارني لاندي ونيول شي.»

د افغانستان په راتلونکي کنفرانس کي چي د آلمان د لومړي وزيري انګلا مرکل د غوښتني له مخي بايد په همدي روان ميلادي کال کي داير شي، بايد په بي بنسټو، نه پايښت لرونکو هدفونو باندي بسيا ونه شي.»

د آلمان د بهرنيو چارو د د وزير، شتاين ماير، د پلان له مخي، د افغانستان په شمال کي په ټولو 122 ولسواليو او علاقه داريو کي چي اوس د آلمان د ماموريت تر پوښښ لاندي دي، تر 2011 کال پوري « متناسب روزل شوي افغان پوليسي ځواک رامنځ ته کړاي شي.» په ناکراره ولايت کندوز کي دي سمدلاسه 1500 نور پوليس وروزل شي. د شتاين ماير د پلان له مخي، د آلماني پوځي د روزنکو اوسني 200 کسيزشمير « بايد ډير زيات لوړ کړاي شي.»

په لس فقره ايز پلان کي همدا اوس يادون شوي چي څه وخت لومړي آلماني سرتيری دي وايستل شي. د پلان له مخي د بدخشان په مرکز فيض آباد کي چيرته چي اوس 500 آلماني سرتيري په خدمت بوخت دي،تر 2011 کال پوري پوځي هډه منحله او هغه دي د امنيتي ځواکونو او ملکي اداري د چارواکو د روزني په مرکز بدل شي.

د دي حساسي پوښتني په هکله چي له طالبانوسره څه ډول چلند وشي، د آلمان د بهرنيو چارو د وزير، فرانک والتر شتاين ماير پلان وايي: « هغو کسانو ته چي له مجبوري ورځي له طالبانو سره يو ځاي شوي او يا هغوي سره همکاري کوي د افغانستان ټولني ته د بيرته ستنيدو شرايط برابر کړاي شي، د دي موخي د تر سر کيدو لپاره يو نړيوال مالي صندوق ته اړتيا ده چي دغو خلکو ته د کار او ملکي ژوند لاره اواره کړي.

AP / عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل