1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تقريبا ۲۵۰ ميليونو انسانانو مخدره مواد استعمال کړي

۱۳۹۵ فروردین ۲۸, شنبه

په لويديځ کې ځيني معتاد کوونکي مواد آزاد دي لکه الکهول، قهوه، نيکوتين چې په سګريټو کې وي او د رواني ناروغيو له پاره دارو درمل. نور نشه يي توکي بيا غيرقانوني بڼه لري، لکه چرس، هېروين او کريستال مېت.

https://p.dw.com/p/1IWxP
انځور: picture alliance/dpa/S. Gonzalez

د مخدره موادو تجارت ډېر عايد لري، قانوني مواد خو لا پرېږده، آن په تېره بيا غير قانوني نشه يي توکي د پيسو د پيدا کولو يوه منبع ده.

دا ځکه چې منع شوي دي او بيې ډېرې لوړې دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۴ م کال کې تقريبا ۲۵۰ ميليونو انسانانو مخدره مواد استعمال کړي دي، چې دا هر شلم انسان دی چې د ۱۶ او ۶۴ کلونو په منځ کې يې سنونه وي.

مخدره مواد بډې او اداري فساد پياوړي کوي

د دغې تقاضا له کبله يو ډېر ستر تور بازار هم رامنځ ته شوی دی چې ترتيب شوو جرايمو ته لمن وهي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په کال کې ۳۳۰ مليارډه امريکايي ډالر د مخدره موادو له پاره لګول کيږي. چېرته چې دومره ډېرې پيسې وي بيا فساد، بډې او تاوتريخوالی هم وي چې کله نا کله يې کچه داسې لوړه وي چې بسته هېوادونه له ستونزو سره مخامخيږي.

له دې کبله د مخدره موادو په برخه کې يو وړ او مناسب سياست ډېر اهميت لري: هغه په پرمختيايي چارو پورې اړه لري ځکه چې د نړۍ په ځينو برخو کې د غيرقانوني مخدره موادو توليد د اقتصادي هلو ځلو په ډګر کې مرکزي رول لوبوي او د وړو کروندګرو د ژوند د تامين له پاره هم ډېر ارزښت لري.

هغه د روغتيا په ډګر پورې تعلق لري ځکه چې په ګڼ شمېر هېوادونو کې په نشه يي موادو روږدي ناروغان مجرمين بلل کيږي او زندانو ته اچول کيږي د دې پر ځای چې درملنه يې وشي. بله دا چې د پېچکاريو او ستنو د قلت له کبله نری رنځ او ايډز هم په خپرېدو وي.

د مخدره موادو په برخه کې سياست په امنيتي مسايلو پورې هم اړه لري. د مخدره موادو تجارت په اروپا کې د سازمان شوو جرايمو دريمه برخه ټول ټال عايدات تشکيلوي. لکه څنګه چې اروپايي پوليسو يعنې د يوروپول ادارې ويلي دي ځينې ترهګر سازمانونه د مخدره موادو د خرڅلاو له لارې پيسې لاس ته وروړي.

په لاتينه امريکا کې جاري هلې ځلې

په نيو يارک کې اوس له ۱۸ کلونو راهيسې په لومړي ځل په نړيواله سطح د مخدره موادو اړوند د سياسي چارو په اړه خبرې کيږي. ملګرو ملتونو د اپريل په ۱۹مه د مخدرو موادو د ستونزې په اړه خاصه غونډه رابللې وه.

د مکسيکو، ګواتېمالا او کلمبيا هېوادونو داسې يو کنفرانس غوښتی وو. دغه هېوادونه «د مخدره موادو په وړاندې مبارزې» ته د شک په سترګه ګوري. دغه مبارزه د جګړې شکل لري چې د کابو ۵۰ کلونو راهيسې روانه ده.

يو بل او بديل سياست

په ۱۹۹۸ م کال کې ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي، کوفي عنان، تر مشرۍ لاندې لا دغه شعار ورکړی وو: «له مخدره موادو څخه پاکې نړۍ ته رسېدلای شو.» نوموړي هم اوس خپل نظر ته تغيير ورکړی دی.

د «دېر شپيګل» مجلې ته عنان د فبرورۍ مياشتې په پای کې ويلي ول چې دی د مخدرو موادو د استعمال قانوني کول غواړي. په خپله ليکنه کې کوفي عنان دا هم کښلي دي چې د مخدرو موادو پر ضد مبارزه د انسانانو په وړاندې جګړه ګرځېدلې ده. له مخدره موادو څخه پاکه نړۍ دی له دې کبله هسې يو خوب و خيال بولي.