1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تورن کسان ښايي ربړول شوي وي»

۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبه

یوناما ویلي دي چې امکان لري چې د زده کوونکو د مسمومولو په تور له نیول شوو کسانو څخه د ربړونې په پایله کې اعترافونه اخیستل شوي وي. کارپوهان په دې اند دي چې کیدای شي په افغانستان کې زده کوونکي عمومي هیستري ولري.

https://p.dw.com/p/15V5z
انځور: DW

تیره میاشت د تخار په ولایت کې ډیرې نجونې زده کوونکي مسمومې شوې. تر دې وروسته افغان حکومت تر فشار لاندې راغی او یو شمیر کسان ئې په دې قضیه کې د ښکیلتیا په تور ونیول.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د جون د میاشتې په شپږمه نیټه اعلان وکړ چې د دوو نجونو په گډون ئې ۱۵ تنه نیولي دي چې هغوی د زده کوونکو پر مسمومولو اعتراف کړی دئ. د افغانستان د کورونیو چارو وزارت د دغو پېښو پړه د طالبانو پر ډله باندې اچولې ده او ویلي ئې دي چې هغوی د یو ډول گاز په پاشلو او د ابو په ذخیره کې د زهرجنو موادو له گډولو سره زده کوونکي مسموم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سیاسي نمایندگي (یوناما) انديښنه څرگنده کړې ده چې کیداي شي له دغو کسانو څخه د ربړونې په پایله کې اعتراف اخیستل شوی وي.

د یوناما د بشري حقونو د ادارې مشر جیمز رود هوور، ویلي دي چې داسې کوم طبي سند په لاس کې نه شته چې افغان زده کوونکي دې د زهرجنو موادو په واسطه مسموم شوي وي. هغه زیاته کړې ده چې یوناما اندیښنه لري چې نه شي له دې کسانو څخه د ربړونې په پایله کې اعترافونه اخیستل شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي چې افغان دولت هیڅوک نه دي ربړولي: «دا یوه غلطه ادعا ده. هیڅوک هم نه دي ربړول شوي. دغه کسان له اسنادو سره نیول شوي ول او موږ د هغوی اعتراف له ځان سره لرو. د سرپل په پېښه کې زهري مواد پاشل شوي ول او د تخار په پېښه کې له تابلت څخه کار اخیستل شوی وو. موږ په دې اړه اسناد لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان هم وایي چې کیدای شي دغه زده کوونکي د عمومي هیستري له کبله مسموم شوي وي. د هغوی په خبره عمومي هیستري د رواني نا ارامي له کبله رامنځ ته کیږي.

په افغانستان کې تر اوسه پورې په ۲۲ ښوونځیو کې زده کوونکې مسمومې شوې دي چې د ټولو مسموم شوو زده کوونکو شمیر ۱۶۳۴ تنو ته رسیږي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو زده کوونکو په ډله کې د مړینې هیڅ پېښه هم نه ده رامنځ ته شوې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم