اروپا ته مهاجرت

توره بحيره اروپا ته د مهاجرتونو يوه بله لاره

رومانيايي چارواکي وايي چې د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۳) يې په توره بحيره کې۲۵۰ تنه مهاجر له ډوبيدو ژغورلي دي. د اګست مياشتې راپديخوا دا په دغې بحيره کې د مهاجرو د ژغورنې پنځمه پيښه ده.

Ungarn Serbien Flüchtlinge bei Horgos (Getty Images/AFP/E. Barukcic)

د چارو کارپوهان په دې آند دي چې د بالکان لارو تړل کيدل او بيا د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د مهاجرت تړون، د دې سبب واقع شوی چې اوس اروپا پر لور تلونکي مهاجر له تورې بحيرې له مسيره څخه کار واخلي. دا اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو يوه نوې لاره ګڼل کيږي.

چارواکي وايي د رومانيا په ختيځ کې د چهارشنبې په شپه په ژغورل شويو افرادو په ډله کې ۵۳ تنه ماشومان او ۵۱ تنه ښځې هم شاملې دي. د چارواکو پر وينا دغه افراد په داسې حال کې چې کشتۍ يې په سمندر کې خرابه او ماته شوې وه، ژغورل شوي دي.

د رومانيا د ساحلي ساتونکو د وياند کرستين کيکو وايي: « د ژغورنې عمليات په داسې وخت کې ترسره شو چې سمندر په طوفاني حالت کې وو او د اوبو څپې تر درو مترو اوچتیدې. دوي په ډير خطرناک حالت کې راګير شوي ول او د دې خطر موجود وو چې کشتۍ يې ډوبه او خپل ژوند له لاسه ورکړي».

د فرانسې خبري آژانس له مخې، یاد کسان تر ژغورنۍ وروسته لمړی د معايناتو له پاره روغتون ته وليږدول شول او تر هغې وروسته د مهاجرت ادارې چارواکو ته وسپارل شول.

رومانیا د اروپايي اتحاديې يو غړي هيواد دی خو د دغې اتحاديې د شينګن سيمې هيوادونو په ډله کې نه راځي، همدا وجه ده چې مهاجر د رومانيا له لارې ډير لږ اروپا ته د داخليدو په مقصد کار اخلي. خو اوس د نورو لارو په تړل کيدو سره دا ويره شته چې مهاجر به د تورې بحيرې او رومانيا څخه هم اروپا ته د غيرقانونی مهاجرتونو په موخه کار واخلي. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.08.2015):


 

DW.COM

Albanian Shqip

Amharic አማርኛ

Arabic العربية

Bengali বাংলা

Bosnian B/H/S

Bulgarian Български

Chinese (Simplified) 简

Chinese (Traditional) 繁

Croatian Hrvatski

Dari دری

English English

French Français

German Deutsch

Greek Ελληνικά

Hausa Hausa

Hindi हिन्दी

Indonesian Bahasa Indonesia

Kiswahili Kiswahili

Macedonian Македонски

Pashto پښتو

Persian فارسی

Polish Polski

Portuguese Português para África

Portuguese Português do Brasil

Romanian Română

Russian Русский

Serbian Српски/Srpski

Spanish Español

Turkish Türkçe

Ukrainian Українська

Urdu اردو