1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توسک: آلمان بايد د کډوالو په وړاندي پولي وساتي

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۴ آبان ۱۷, یکشنبه

دونلد توسک د پناه غوښتونکو په بحران کي د آلمان څخه د اروپايي پولو په ساتلو کي د لا زياتي همکارۍ غوښتنه کړې ده. د هغه په وينا برلين بايد د اوسني بحران به تناظر کي لا زيات فعاليت وکړي.

https://p.dw.com/p/1H1nk
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس دونلد توسک د آلمانۍ ورځپاڼي «وېلټ ام زونټاګ» سره به خبرو کي پر آلمان ږغ کړی چي د پناه غوښتونکو په بحران کي لا زیات فعاليت وښيي.

نوموړي ويلي: «زه په دې پوه يم، چي آلمان تاريخي دلايلو پر اساس د خپلو بانديو پولو په ډېره سخته توګه څارلو او ساتلو کي ستونزي لري، خو د اروپايي مشرتابه په غاړه لرل دا تقاضا کوي چي د اروپا بهرنۍ پولي د اړتيا په صورت کي په متحده توګه کنټرول کړل سي.»

توسک د آلمان حکومت ستايلی دی چي د پناه غوښتونکو د منلو له پاره چمتو والی ښيي. د هغه په وينا په دې ډګر کي د آلمان مخکښ کردار «د اروپا په تاريخ کي تر ټولو زيا ليبرال او د زغم کرادار دی.»

له آلمانه ورته نوري غوښتني

د پولنډ پخوانی لومړی وزير دونلد توسک د اروپايي اتحاديې د تر ټولو قوي ډلې يعني د اروپايي اتحاديې د شورا رياست په غاړه لري. په دغه شورا کي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو حکومتونه استازيتوب لري او په ګډه فيصلې کوي. په دغه شورا کي د اروپايي اتحاديې د شورا د ختيځو غړو له خوا پر آلمان په څو واري ږغونه سوي دي چي د اروپايي پولو په ساتلو کي مرسته وکړي.

په دغو هيوادونو کي د دونلد توسک د پولنډ هيواد هم شامله دی. د شرقي اروپا غړي هيوادونه د آلمان څخه غوښتنه کوي چي نه يوازي دا چي د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو له پاره خپله انرژي مصرف کړي، بلکه بايد چي د اروپا باندنۍ پولي هم وساتي او په دې توګه د پناه غوښتونکو د سېلاب پر ضد اقدامات وکړي.

توسک د يکشنبې د ورځي (د نوامبر ۸مه نېټه) په ماښام د آلمان د لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل سره په برلين کي ملاقات لري. نوموړي د پنجشنبې د ورځي له پاره د اروپايي اتحاديې د حکومتي او دولتي مشرانو يوه غېر رسمي سرمشريٍزه هم رابللې ده. دغه سرمشريزه به د افريقا د کانفرانس وروسته تر سره سي او موضوع به يې و اروپا ته کډوالي وي.

په دغه سرمشريزه کي به د ۱۶۰ زرو پناه غوښتونکو د وېش د پرېکړي عملي کېدل هم تر بحث لاندي ونيول سي. دغه پرېکړه څو موده مخکي سوې وه. د دې تر څنګ به د پناه غوښتونکو په موضوع کي د ترکيې سره همکاري او د پناه غوښتونکو د ثبت د مراکزو او د پولو د ساتنو موضوعات هم مطرح کړل سي.

د شينګن تړون کمزوره سوی دی

د شينګن د تړون له مخي ټول هغه اروپايي هيوادونه چي دغه تړون يې لاسليک کړی دی، پر خپلو پولو کنټرول نه کوي. يعني د دغو هيوادونو اطباع بېله د کنټرول څخه د يو غړي هيواد څخه و بل غړي هيواد ته سفر کولای سي. خو دا چي اوس پناه غوښتونکي په لوړ تعداد د شينګن د غړونو هيوادونو تر منځ اوړي را اوړي نو داسي بيره رامنځ ته سوې چي دغه به د شينګن د تړون او پولو د کمزوره کېدو لامل سي.