1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تونس د قذافي وروستی سیاستوال بیرته لیبیا ته واستاوه

۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15KqP

د تونس هیواد د لیبیا پخوانی صدراعظم ال بغدادي المحمدي بیرته خپل هیواد ته واستاوه. لکه څرنګه چي د لیبیا صدراعظم عبدالرحیم ال کایب په طرابلس کي وویل، ال محمدي د عدلیې وزارت یوه محبس ته وړل سوی دئ او هلته به د لیبیايي اولس د وژنی په تور د محکمې په مخ کي جواب ووايي. ال محمدي نهه میاشتي مخکي تونس ته د غیر قانوني اوښتني له امله په دغه هیواد کی ونیول سو. ده هغه وخت غوښتل چي الجزایر ته وتښتي، په دغه هيواد کي د وژل سوي واکمن معمرالقذافي پلویان پټ سوي دي. د جنورۍ په میاشت کي د بشری حقونو نړیوال او په تونس کي دننه سازمانونو لیبیا ته د ال محمدي له انتقالولو سره خپل مخالفت ښودلی وو. دوی له دې څخه بیره درلوده چي ال محمدی ښايي په خپل هیواد کي شکنجه او یا هم ووژل سي.