1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توني بلیر د عراق د جګړې له کبله بخښنه وغوښته

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ آبان ۳, یکشنبه

د انګلستان پخواني لومړي وزیر توني بلیر، د عراق د جګړې له کبله بخښنه غوښتې. هغه له CNN سره په مرکه کې ویلي دي چې د عراق جکړې کیدای شي د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې له رامنځ ته کیدو سره مرسته کړې وي.

https://p.dw.com/p/1Gtst
انځور: dapd

تونې بلیر په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق باندې د امریکايي او انګلیسې ځواکونو د برید د ځینو لاملونو له کبله بخښنه وغوښته. هغه له CNN تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې دا خبره ومنله چې هغه استخباراتي معلومات غلط وو چې له مخې یې پر عراق باندې د برید پریکړه شوې وه.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د انګلستان د پخواني لومړي وزیر توني بلیر، په حواله لیکلي دي: «زه همداراز د پلان جوړونې په برخه کې د خپلو اشتباهاتو او همداراز د دې خبرې د درکولو په برخه کې چې د [صدام حسین] د رژیم تر راپرزولو وروسته به څه وشي، د اشتباهاتو له کبله بخښنه غواړم.»

بلیر وویل چې د هغو ادعاګانو «ځینې اړخونه واقعیت لري» چې وایي پر عراق باندې د امریکا او انګلستان د یرغل له کبله په سیمه کې د اسلامي دولت ترهګره ډله رامنځته شوه.

توني بلیر له ۱۹۹۷ کاله څخه بیا تر ۲۰۰۷ کاله پورې په واک کې وو، په خپله مرکه کې ویلي دي چې د صدام حسین د رژیم د راپرځولو له کبله بخښنه غوښتل یو سخت کار دی. هغه زیاته کړې ده: «سړی نه شي ویلي چې زموږ له ډلې څخه هغه کسان چې په ۲۰۰۳ کال کې په واک کې وو، اوس په ۲۰۱۵ کال کې د رامنځته شوي وضعیت یو څه مسوولیت پر غاړه نه لرو.»

د څرګندونو بدلول
دا په داسې حال کې ده چې توني بلیر تر دې مخکې د خپل هیواد یوې پارلماني کمیټې ته ویلي وو چې هغه به د امریکا په مشري پر عراق باندې د یرغل له کبله بخښنه و نه غواړي. کله چې امریکا متحده ایالاتو پر عراق باندې یرغل وکړ نو د بلیر حکومت یې له مالي او پوځي لحاظه ملاتړ وکړ.

بلیر په وار وار سره په خپلو مرکو کې دا خبره چې د عراق د جګړه له کبله به بخښنه و نه غواړي، تکرار کړې وه. یو شمیر انګلیسي رسنیو ویلي ویلي دي چې توني بلیر له د‎ې کبله اوس بخښنه غوښتې ده چې غواړې په نزدې راتلونکې کې د عراق د جګړې په اړه د انګلستان د یوې څیړې تر خپریدو وروسته، پر ځان باندې نیوکې راکمې کړي.

د عراق د جګړې په اړه د انګلستان څړنې ته د «چیلیکات» نوم ورکړل شوی دی. د دغه رپوت جوړوونکو دوه وارې له بلیر څخه پوښتنې کړې دي او پلان شوې ده چې خپل وروستی رپوت په راتلونکې کال کې خپور کړي. تمه کیږي چې په دغه رپوت کې به پر تونې بلیر او یو شمیر نورو لوړپوړو بریتانیایي چارواکو باندې د غلط قضاوت تورونه ولګول شوي.

په اصل کې په ۲۰۰۹ کال کې د دغه رپوټ د جوړولو غوښتنه شوې وه او تمه کیده چې په یوه کال کې به بشپړ شي خو رپوټ تر ټاکل شوي وخت ډیره موده ونیوله. تیره اوونۍ یوه نوي بربڼډ شوي سند وښوله چې توني بلیر د عراق د جګړې تر پیلیدو مخکې په هغه کې له ښکیلتیا سره موافقه کړې وه ‎.