1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توپان ځپلو سيمو ته نړيوالي مرستي رواني دي

حمد ولي اڅکزی/ ويکتوريا کلېبه۱۳۹۲ آبان ۲۳, پنجشنبه

په فليپين کي د هاييان توپان له قربانيانو سره مرستي له خنډونو سره مخامخ دي. په عيني حال کي نړيوالي مرستي چټکي سوي دي خو دا چي د توپان ځپلو سيمو بنسټيز جوړښتونه له منځه تللي دي، اغېزمنو سوو وګړو ته مرسته رسول ډېر مشکل دي.

https://p.dw.com/p/1AHVs
انځور: picture-alliance/dpa

د درملو په برخه کي د اروپا د مرستو لوی سازمان اکڅيون مېديور چي مرکز يې د آلمان په نورد راين ويستفالن ايالت کي دی فليپین ته د درملو رسولو له پاره تياری نيسي. دغه شرکت دمخه لا فليپين ته يو ټن درمل لېږلي دي او اوس د نورو لېږلو ته تياری نيسي.

د دغه سازمان په يوه زيرمه تون کي، چي د آلمان په تونيسفورست ښار کي واقع دی، يو کارکوونکی فرانک پف، فليپين ته د لېږلو له پاره درمل د يوه ليست له مخي په کڅوڼو کي ځای پر ځای کوي. فرانک بايد په هره ډبه چي وروسته بيا په کڅوڼه کي اچول کيږي اته پاکټه انټيبيوټيک گولۍ، شل د زخم کريم، او ۶۰ ډبې د درد گولۍ واچوي.

پف وايي فليپين ته نه يوازي ګولۍ او ملهم، بلکي پېچکارۍ، کېنولا او د جراحۍ سامان آلات هم لېږل کيږي. خو دا چي په فليپين کي کومو درملو ته اړتياده تر اوسه پوري لا روښانه نه ده خو د دغه شرکت یو غړی کريستوف بونسمان چي درمل پوه هم دی وايي چي درمل د تيرو تجريبو په اساس لېږل کيږي:

«د روغتيا نړيوال سازمان، مرستندويه ټولنې او کارپوهان په گډه سره کښېنستلي دي او د ناورين په صورت کي يې د اضطراري حالاتو له پاره يې د درملو د دغه پاکټونو وړانديز کړي دي. دا چي کوم درمل په داسي حالاتو کي پکاريږي د تيرو تجربو څخه معلومه سوې ده.»

فليپين ته د آلمان له فرانکفورت هوايي ډګر څخه د مرستو پيل
فليپين ته د آلمان له فرانکفورت هوايي ډګر څخه د مرستو پيلانځور: picture-alliance/dpa

د فليپين له پاره د نورو مرستو غوښته دلته لوستلای سی

خو بيا هم په دقيقه توگه معلومه نه چي په فيليپين کي کومو درملو ته اړتيا سته. توپان د فليپين بنسټيز جوړښتونه لکه سړکونه سخت زيانمن کړي دي. ځکه نو دغو سيمو ته د طبي ډلو ورتگ له سختو ستونزو سره مخامخ دی او ځپلو سوو انسانانو په هکله معلومات ډېر لږ دي. د دغه آلمانۍ مرستندويه ټولني د رئيسه هيت غړی بېرند پاستورس وايي چي پر وخت د مرستو رسول ډېر ستونزمن سوي دي:

«دا يو ډېر ستونزمن کار دی. بنسټيز جوړښتونه بېخي له منځه تللي دي. موږ دې ته اړ يو چي تر هغه وخت انتظار وباسو چي لاري په جزوي توگه رغول کيږي او و ځپل سوو سيمو ته د مرستو ور رسولو له پاره لاره هواريږي.»

خو د اکڅيون ميديور د استازو په وينا د دوی د درملو يوه برخه د سه شنبې په ورځ و ځپل سوې سيمي تاکلوبان ته رسېدلې او نوري مرستي لا پر لاره دي. ياد سازمان د فيليپين د توپان ځپلو سره د مرستي له پاره تر اوسه نزدې۷۵۰۰۰ يورو مرستي تر لاسه کړي دي. دا هغه بسپني دي چي په شخصي توگه المانيانو ورکړي دي. زياته سوې ده چي آلماني تجارتي شرکتونو هم څه باندي ۲۵۰۰۰ يورو مرستي کړي دي.

اکڅيون ميديور په دغو پيسو درمل اخلي چي په آلمان او آسيا کي توليد سوي وي. د اړتيا پر وخت بيا دغه درمل و ناورين او جنگ ځپلو سيمو لکه سوريه، هايتي او يا فيليپين ته لېږدول کيږي.