1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تير لس کاله؛ د افغانستان د ښوونې او رزونې د نظام لوړې او ژورې

۱۳۹۰ آذر ۲, چهارشنبه

په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان د ښوونې او روزنې سکتور ډیر پرمختګونه کړي دي. د ښوونځیو، پوهنتونونو، زده کوونکو، محصلانو او ښوونکو د شمیر لوړیدل د دغه سکتور تر ټولو لویه لاس ته راوړنه بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/13Fgb
د لاس ته راوړنو سر بیره هم د ښوونې او روزنې سکتور ډیری ستونزو سره مخامخ دی
د لاس ته راوړنو سر بیره هم د ښوونې او روزنې سکتور ډیری ستونزو سره مخامخ دیانځور: AP

د افغانستان د اساسي قانون د ۴۳مې مادې په دريمه فقره کې ويل شوي دي چې دولت مکلف دی په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او منځنيو اجباري زده کړو د تامين لپاره اغيزناک پروګرام طرح او تطبيق کړي.

په ۲۰۰۱ کال کي د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسيدو څخه وروسته افغان حکومت د همدې قانون په رڼا کي د ښوونې او روزنې سياست ته وده ورکړي، دا خبره د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت آلمان غږ راديو ته د يو پوښتني په ځواب کي وکړه.

د قانون له مخې د ليسانس تر درجې پورې لوړې زده کړې د افغانستان د ټولو وګړو لپاره وړيا دي. خو د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت اعتراف کوي چي د ښوونې او روزنې سکتور يې له پرمختګونو او ماتو سره مخامخ ؤ. وزارت زیاتوي چې د ښونځيو، زده کونکو او ښوونکو د شمير له لحاظه سترې لاس ته راوړنې شوي دي، خو د «کيفيت» له لحاظه لا تر اوسه ستري ننګوني په مخ کي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې په هغو سيمو کي چي جګړې او نښتې د خلکو ورځني ژوند جوړ کړی، هلته ښوونه او روزنه هم تر بل هر سکتور څخه زيات تاواني شوی دی.



د نوموړي وزارت د ارقامو له مخې لس کاله د مخه د هيواد په کچه په ټوليزه توګه د ښونځيو شمير ۳۴۰۰ ته رسيده چي په هغو کي ۲۰۷۰۰ ښوونکو او يو ميلیون زده کونکو ښوونه او زده کړه کوله. خو اوس لس کاله وروسته د ښوونځيو شمير ۱۴۰۰۰ ته لوړ شوی دی. په دغو ښونځيو کي اوس اته نيم مليونه زده کوونکي په زدکړو بوخت دي. د ښوونکو شمير چي دغو زده کونکو ته درس ورکوي، اوس ۱۹۰۰۰۰ ته رسيږي. د ښووني او رزوني د وزارت د وينا له مخي په دغو تعليمي مؤسسو کي د زده کونکو د شمير کچه کال په کال لوړيږي. د اټکل له مخي هر کال په ښونځيو کي څه نا څه يو مليون زده کونکي جذبيږي.

د ښووني او روزني وزرات وايي چي د پوهي او تعليم د لمن د پراخيدو په وړاندي غټه ستونزه د هيواد امنيتي وضعيت دي. په خاصه توګه هغه سيمې او ولايات چي په تيرو لس کلونو کي د جګړو ډګرونه ول نه دي توانيدلي چي خپل پروګرامونه هسې پلي کړي چي ورته يي هيله درلوده. هغه وزارت په دغو سيمو کي د ښونځيو سوځول، د زده کوونکو او ښوونکو ويرول او حتي وژلو ته اشاره کوي. ښځینه ښوونکي او زده کوونکي خو بیا لا ډیرې ستونزې لري. خو دا چي څه شمير ښوونځي په دي موده کي سوځول شوي او څه شمير ښوونکي وژل شوي دي وزارت یې د معلوماتو له ورکړې څخه ډه ډه وکړه. د افغانستان د ښووني او روزني وزارت د حکومت وسلوال مخالفين تورن کړل چي د پوهي او تعليم مخه يي نيولي ده.

GMF Klick Fotowettbewerb 2011 KLICK
انځور: Stephan Schütt


د دولت د يوي احصايي له مخي د قندهار، روزګان، هلمند، غزني او زابل په ولاياتو کې ۵۰۰ ښوونځي د طالبانو لخوا تړل شوي او ۴۵۰۰ زده کونکي د زده کړې نه بې برخې شوي دي. د طالبانو د واکمنۍ په موده کي ښووني او لوړي تعليمي مؤسسي د نجونو او ښځو پر مخ تړلي پاتي وي. افغان حکومت وايي چي د پوهي او زده کړي په سکتور کي یې دغه ستر خنډ په تيرو لس کلونو کي له منځه وړي . په پلازمينه کابل او د هيواد په شمالي ولايتونو کي چيرته چي په تيرو لس کلونو کي په نسبي توګه امنیت ټينګ ؤ، د ښځينه زده کوونکو شمير لوړ شوی دی. خو په هغه ولاياتو کي چي د طالبانو د زور زياتيو هدف ګرځيدلي، هلته هم تعليمي مؤسسي د ښځو پر مخ پرانيستل شوي دي.

د ښووني او روزني د وزارت ارقام ښي چي په ټوله ايزه توګه په تيرو لس کلونو کي د پوهي او د زده کړي د نظام ۳۸ سلنه برخه نجوني او ښځي جوړوي.

د طالبانو د واکمنۍ په وخت کي ډيره زياته پاملرنه ديني تعليماتو او اسلامي شريعاتو ته اړول شوي وه. دغه تعليمي نصاب نه يواځي په ديني مدارسوو بلکه د هر ښوونځي او هري تعليمي مؤسسي يوه مهمه برخه وه.

د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندي حکومت هم ديني تعليم د ښوونې او روزنې د سکتور يو مهمه برخه ګنلې او هڅه یې کړې چي په ولاياتو کې د ديني مدارسو شمير زيات کړي ترڅو افغان زده کوونکي مجبوره نه شي چي ګاونډيو هيوادونو ته په دي موخه سفر وکړي. حکومت وايي چي په ۵۵۰ ديني مدرسو کې چې ۱۳۶۰۰۰ طالبان په زده کړه بوخت دي. دغه راز د سواد د زده کړې له لارې په تيرو لسو کالو کې ۲۵۰۰۰۰ کسانو ليک لوست زده کړی دی حال دا چي په ۲۰۰۱م کال کې دغه شميره ۲۰۰۰ ته رسيدله.



د افغانستان د لوړ زدکړو لمن هم پراخه شوي ده. په ۲۰۰۱ کال کې د ښوونکو د روزنې يوازې څلور موسسې موجودې وې چي ۴۰۰ محصلان يي لرل خو په ۲۰۱۱ کال کي د دغو موسسو شميره ۴۲ ته لوړه شوي او د محصلينو شمير۶۱۰۰۰ کسانو ته رسيږي.

په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال څخه وروسته لوړو زده کړو هم پوره پرمختګ کړی دی. نوی تدريسي نصاب يي جوړ شوی دی او د لومړي ځل لپاره د خصوصي لوړو زده کړو په رامنځ ته کيدو سره نوي بدلونونه راغلي دي. د لوړو زده کړو د وزارت د ارقامو له مخې په ۲۰۰۱ کال کي په افغانستان کي اته دولتي پوهنتونونه وو چې اوس دغه شمیره ۲۶ ته لوړه شوي او ۵۰ خصوصي پوهنتونه او د زده کړو لوړې موسسې هم فعالې دي چې په ټوليزه توګه په دواړو کې ۱۴۰۰۰۰ محصلان په زده کړه بوخت دي چي لس کاله مخکې ۶۵۰۰ محصلان په لوړو زده کړو بوخت ول.

Flash-Galerie Stimmung in Afghanistan
انځور: picture alliance/dpa


په ۲۰۰۱ کال کې د پوهنتونونو د استادانو شميره ۶۵۰ تنه وو چې اوس مهال دغه شميره د خصوصي پوهنتونو په ګډون ۱۱۰۰۰ استادانو ته رسيدلې ده.

د لوړو زده کړو وزارت وایي چي غواړي د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په پلې کولو سره د ۲۰۱۴ کال تر پايه پورې شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ تنه محصلان جذب کړي. په همدې توګه دغه وزارت غواړي چي په دغه موده کي د ښځينه محصلانو د جذب ګراف په سلو کې ديرشو ته لوړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې هر کال په زرګونو زده کوونکي د دولسم ټولګي څخه تر فارغيدو وروسته د کانکور په آزموينه کې ناکاميږي.

جمال کوټوال
کتونکی: مسعود جهش