1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تير ميلادی کال د ولسی خلکو لپاره تر بل هر وخت خونړی ؤ

۱۳۸۸ دی ۲۳, چهارشنبه

د ملګرو ملتو رپوټ: په 2009 کال کي ډيري ولسي وګړي د ياغيانو په بريدونو کي وژل شوي دي. افغان او نړيوال ځواکونه يواځي په سلو کي د25 ولسي وګړو د وژل کيدو مسووليت په غاړه لري.

https://p.dw.com/p/LUqJ
په افغانستان کي وروسته له يو ځانمرګي بريد څخه چي ډيري قربانيان يي ولسي وګړي دي، خلک سره راټول شوي دي
په افغانستان کي وروسته له يو ځانمرګي بريد څخه چي ډيري قربانيان يي ولسي وګړي دي، خلک سره راټول شوي ديانځور: AP

دا خبره معلومه وه چه د طالبانو تر سقوط وروسته 2009 ميلادي کال د خارجي قواوو دپاره ډير خونړی کال ؤ . خو اوس دا هم معلومه ده چه تر 2001 کال وروسته په بل هيڅ کال کښي په افغانستان کښي دومره ملکي خلک ندي وژل سوي ، لکه په تير کال کښي .

لکه څنګه چه په کابل کښي د ملګرو ملتو يوناما دفتر خبر ورکړ ، په 2009عيسوي کال کښي2400 ملکي کسان وژل سوي دي ، خو ددې خبري په اړه چه څوک د بېګناه ملکي خلګو د وژلو مسؤلين دي ، د پخوا په نسبت يو ښکاره تغير پکښي راغلی دی . البته د طالبانو په ضرر .

لکه څنګه چه په کابل کښي د يوناما ددفتر وياند حليم صديقي اعلان وکړ ، چه هغه کسان چه د ياغيانو په حملو کښي وژل سوي دي ،ډير لوړ تللی دی . دغه تعداد اوس 70 فيصدو ته رسيدلی دی . ددې برعکس پوځ د 25 فيصدو ملکي کسانو د وژل کيدو مسؤل دی . تير کال لا هغه 45 فيصده ؤ .

صديقي وايي :« هغه کسان چه ياغيانو وژلي دي ، بيخي ډير دی ، څرنګه چی مسیر یی مخ په لوړ روان دی».

صدیقی د جرمني د جنوبي آسيا د راډيو سره په يوه مرکه کښي وويل چه د خارجي قواوود طرفه ملکي خلک پدې خاطر لږ وژل سوي دي، چه دوی اوس خپله پاملرنه د ملکي کسانو ساتلو ته رااړولې ده ، خو دوی نبايد پر دی باندي اکتفأ وکړی ، او خوشاله سي ، بلکه نور هم د ملکي خلکو ساتلو ته توجه وکړی ، او تلفات کاملأ راکم کړي .

په حقيقت کښي د ملکي خلکو تلفات تر هغه وروسته هم ډير راکم سول ، کله چه د ناټو تر رهبرۍ لاندي د آيساف عمومي قومندان سټينلي مِک کريستل د تير کال په اګست کښي خپلو عسکرو ته دا ډول امر وکړ چه خبره په افغانستان کښي د طالبانو پر وژلو نه ، بلکه د ملکي خلکو پر دفاع باندي ده .

خو لږ وخت وروسته بيا، هغه هم د په کندزکښي د جرمنی د پوځ په غوښتنه د تيلو پر هغو دوو ټانکرونو باندي هوايي بمبار وسوی ، چه د طالبانو لخوا تښتول سوي وه . دغو بمباریو ډير ملکي تلفات رامنځته کړل .

د يوناما ددفتر وياند صديقي بيا وايي چه ددغو بمباريو د ملکي قربانيانو په دقيق تعداد باندي ملګري ملتونه خبر نلري . خو د ملګرو ملتو اوسنی احصاييه ښيي ، چه دپوځ لخوا د وژل سوو ملکي کسانو 60 فيصده يوازي د هوايي بمباريو له کبله رامنځته سوي دي ،چه پر دې خبره باندي ملګري ملتونه ډير تشويش کوي . دی اضافه کوي : « خو موږ وينو چه پوځ پر سمه خوا روان دي . »

د بين امللي قواوو ، او هم جمهوررييس کرزي دپاره د بې ګناه ملکي خلکو وژنه يو غټ مشکل دی . په هره اندازه چه ملکي خلک قرباني کيږي ، په هغه اندازه ددوی پرستيژ راکميږي ، او شهرت يې خرابيږي . پدې ډول نو د ملکي کسانو ساتل په حقيقت کښي د خپل ځان ساتل هم دي ، او يا لږ تر لږه بايد دا ډول وي .

صديقي اضافه کوي چه طالبان بيا په خپلو عملياتو کښي د افغانانو دساتلو هيڅ پروا نه کوي . د سړکانو په بغلو کښي د بمونو ايښوولو او په مارکيټو او بازارو کښي ځان وژونکي بريدونه هغه تاکتيکونه دي چه نه دکوچنيانو چه مکتبو ته ځي او نه د ښځو چی بازار ته د سودا اخيستو دپاره ځي، پروا کوی .

د قربانيانو دغه تلفات مخ پر زياتيدو دي ، او دا پداسي حال کښي چه طالبانو هم په جګړه کی د چالچلند یو لایحه راویستلی چی ویل کیږی په هغی کی راغلی دی « د ملکی وګړو د مرګ ژوبلو مخنیوی هرمرو باید وشی.» خوا داسی ښکاری چی د یاغیانو په جمله کی دا لایحه ښایی چا لوستلی هم نه وی، دا خو پریږده چی هغه دی مراعات کوی.

کای کیوستنر/ قاسم نوری

کتونکی: عبدالباری حکيم