1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تښتول سوې آلمانۍ خوشي سوې ده

۱۳۸۶ تیر ۲۰, چهارشنبه

د آلمان د بهرنيوچارو وزير شټاينماير په برلين کې ويلي چې برمته سوې آلمانۍ هني لورا کراوزه چې د روان کال د فيبرورۍ په مياشت کې په عراق تښتول سوې وه خوشي سوې ده.

https://p.dw.com/p/DKIF
شټاينماير دغه راز خفگان وښودی چې ددې زوی سينان نه دی خوشي سوی
شټاينماير دغه راز خفگان وښودی چې ددې زوی سينان نه دی خوشي سویانځور: picture-alliance/dpa
نوموړي وويل چې هغه د سه شنبې د ماښام راهيسي آزاده سوې او اوس په بغداد کې د آلمان په سفارت کې ده.
شټاينماير دغه راز خفگان وښودی چې ددې زوی سينان نه دی خوشي سوی.
هغه ويلي د آلمان حکومت به د ټولو هغو امکاناتو څخه کار واخلي چې په لاس کې يي لري تر څو سينان هم خوشي سي.
ميرمن کراوزه چې د ډ يري کلنوراهيسي په عراق کي ژوند کوي د روان عيسوي کال د فيبر ورۍ د مياشتي په شپږمه نيټه په بغداد کې له خپله کور څخه د زوي سره يو ځای تښتول سوې وه چې وروسته بيا تښتونکو ددو ويډ يويي پيغامونو په خپرولو سره گواښ کړی و چې که له افغانستان څخه ټول آلماني عسکر ونه استل سي دوي به ميرمن کراوزه اود هغې زوی ووژني.