1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تښتول سوې آلمانۍ مېرمن آزاده سوې

۱۳۸۶ مرداد ۲۹, دوشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت رپوټ ورکړی، چې د تېرې شنبې په ورځ تښتول شوې يوه آلمانۍ مېرمن کرېستينه يې آزاده کړې او په دې اړوند يې څلور تنه تر شک لاندې تښتوونکي نيولي هم دي.

https://p.dw.com/p/DK8n
کرېستينه پس له يوې نيمي ورځي نه،  د کابل د ښار په ختيځ کي د شپې لخوا آزاده سوې
کرېستينه پس له يوې نيمي ورځي نه، د کابل د ښار په ختيځ کي د شپې لخوا آزاده سوېانځور: AP

د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري د دوشنبې په سهار له پلازمېنې کابل څخه په خپل رپوټ کې زياته کړې، چې د نيول شوو په ډله کې د يرغمل نيوونکو اصلي لارښود هم شامل دئ. دوی څلورواړه د دوشنبې د شپې په ژغورنيزو عملياتوکې لاس ته ورغلي.

افغاني پوليسو او استخباراتو وکولای شوای چې آلمانۍ کرېستينه پس له يوې نيمې ورځې نه، د کابل د ښار په ختيزکې د شپې لخوا آزاده کړي.

بشري دا هم ويلي دي چې د نيول شوو په ډله کې، د تېرکال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان په شمال کې د وژل شوو دوو تنو آلمان غږ راډيو سره همکارو آلماني ژورنالستانو د وژنې اصلي عامل هم موجود دئ. د يوه وروسته رارسېدلي خبر له مخې د ژورنالستانو د وژونې په ارتباط تېره اونۍ هم څوکسان نيول شوي. د لاس ته راغلو کسانو هويت تر اوسه پورې نه دئ اعلان شوی.

د جرمن د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير له دې برياليتو څخه خوښي څرگنده کړې او ويلي يې دي، چې اوس ښايي د هغه آلماني ٦٢کلن انجنير غم هم وخوړل شي،کوم چې له يوې مياشتې راهيسې يرغمل نيول شوی.