1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تښتوونکو د 6 مليونو امريکايي ډالو غوښتنه کړي

۱۳۸۷ مهر ۳, چهارشنبه

په قاهره کې د امصری اليوم ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د يوه امنيتی ساتونکی له قوله ليکلی چې تښتوونکو ګواښ کړی دی، که چيرې د مصر پوځی ځواکونه دوی د هيليکوپترې يا بل شی په واسطه تعقيب کړی، دوی به تښتول شوی کسان ووژنی.

https://p.dw.com/p/FOBA
انځور: picture-alliance / dpa

په خرطوم کې د سودان د حکومت سياستوال وايي چې د دغه هيواد د توريزم وزير دغه خبر رد کړی او د مصر او سودان پوځی ځواکونو د تښتوونکو او اسيرانو تم ځای ورمعلوم کړی دی. او امنيتی ځواکونه د دغې سيمې د محاصروکولو په حال کې دې.

19 تنه اسيران اوس د سودان، ليبيا او مصر په ګډه پولو د اووينات په جبال کې دی.

د مصر يه جنوبي صحرا کې تورستان ټښتول شوي دي
د مصر يه جنوبي صحرا کې تورستان ټښتول شوي ديانځور: AP

د الجزيره تلويزيون د مصر د انيتی ادارو له خولې رپوټ ورکوی چې تښتوونکی ښايي د چاد له هيواد څخه وی. خو په رسمی ډول دغه خبره تراوسه تاييد شوې نه ده.د مصر د توريزم وزير ذهير ګارانا وايي، پنځه تنه آلمانان، پنځه تنه ايتالويان او رومانيايان د ژوو د آزاد بڼ په ليدنه بوخت وو چې ځلورو تنو جانيانو هغوی وتښتول او له هيواد څخه يی بهر کړل.

تښتوونکو د اسيرانو د خوشی کولو په خاطر د 6 مليونو امريکايي ډالو غوښتنه کړيده. ياد شوی وزير وايي چې ددغو ټولو پيسو مسؤليت برلين لری، مصرپه خبرو کې ګډون نه لری.

له تښتول شوو کسانو څخه يو تن مصری چې دغه دژوو بڼ ورپه غاړه دی يا دهغه مالک دی، له خپلې آلمانی ميرمنې سره اړيکی نيولی دی.

دآلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير چې د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کې د ګډون لپاره په نيويارک کې دی، وويل چې د بهرنيو چارو وزارت به د اسيرانو د خوشی کيدو لپاره هڅې وکړی. خو له برلين څخه کوم خوځښت نه ليدل کيږی.

دغه توريستی ډله د تيرې جمعې په ماښام د څلورو تنو له خوا چې ماسکونه يې په مخ وو، د مصر د سويل لويديځ په صحـرا کې وتښتول شول او سودان ته وليږدول شوی.