1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تیر کال نړۍ د ډیرو جگړو شاهده وه

۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعه

د نړیوالو شخړو د څیړلو له پاره د هایدلبرگ انستیتیوت د ۲۰۱۱ کال په اړه خپل رپوټ خپور کړی دئ. د دغه انستیتیوت په خبره په ۲۰۱۱ کال کې په ټوله نړۍ کې ۳۸ له تاوتریخوالي ډکې شخړې او ۲۰ لويې جگړې رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/149K0
انځور: AP

د نړیوالو شخړو د څیړلو له پاره د هایدلبرگ انستیتیوت په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۱ کال کې له ۱۹۴۵ کال راهیسي تر نورو ټولو کلونو ډیرې شخړې او جگړې رامنځ ته شوي دي.

دغه رپوټ د پنج شنبې په ورځ خپور شوی دئ. په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۱ کال کې په ټوله نړۍ کې ۳۸۸ شخړې شوې وې چې د هغوی له ډلې څخه ۳۸ ئې له تاوتریخوالي څخه ډکې شخړې او ۲۰ نور ئې لویې جگړې گڼل شوي دي. په ۲۰۱۰ کال کې له تاوتریخوالي څخه د ډکو پیښو شمیره شلو ته او د جگړو شمیره شپږو ته رسیده.

د هایدلبرگ د انستیتیوت یوې غړې نتالي هوفمن، ویلي دي چې د تیر کال جگړو ته په کتو سره د یوې سولیزې نړۍ په لور تمایل نه لیدل کیږي.

د هایدلبرگ انستیتوت په ۲۰۱۱ کال کې د یمن، لیبیا او سوریې شخړې د لویو جگړو په لست کې شاملې کړي دي. همداراز له طالبانو سره د افغانستان او پاکستان د حکومتونو وسلوالو شخړو ته هم د جگړو نوم ورکړل شوی دئ. د عراق شخړو هم په ۲۰۱۱ کال کې د جگړې نوم خپل کړی دئ.

په خپور شوې رپوټ کې د ملکي کسانو مرگ ژوبلې ته په کتو سره د مکسیکو د قجاقچیانو او پولیسو تر منځ وسلوالې شخړې هم جگړې گڼل شوي دي.

هوفمن ویلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې په افریقا کې پلان شوو ټاکنو ته په کتو سره په دغه سیمه کې د لا ډیرو وسلوالو شخړو د رامنځ ته کیدو امکان لیدل کیږي.
 
د نړیوالو شخړو د څیړلو له پاره د هایدلبرگ انستیتیوت د ۱۹۹۱ کال راهیسي هر کال په نړۍ کې د شخړو او جگړو په اړه رپوټونه خپروي.

مسعود جهش (فرانس پرس، د المان خبري آژانس،)
کتونکی: سید ریاض