1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ثبات او يا ځای په ځای پاتی کيدل: د پوتين د اته کلونو د هېوادمشرۍ بيلانس

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

د شوروی اتحاد د ړنګيدلو او د بوريس يالڅين د واکداری د زمانی د ګډوډيونه وروسته ولادمير پوتين هغه څوک دی، چی په روسيه کی یی بيرته ثبات اونظم تامين کړیدی.

https://p.dw.com/p/Duyq
ولادمير پوتين
ولادمير پوتينانځور: AP

د ولادمير پوتین د واکداری په زمانه کی روسيه بيرته د يوه پياوړی دولت بڼه ځانته نيولی او د تيلو او ګازو د صاراتو له مدرکه د عایداتو له امله، د روسیی د دولت بودجوی وضع ډيره ښه شوۍ، خود روسيی وګړوبايد د دغه ثبات د پاره ډير شيان زغملی وای. په داسی حال کی چی د بوريس يالڅين په زمانه کی خلک د ډيرو آزاديو څخه برخمن و، خو د پوتين د واکداری د زمانی د پيل راهيسی په روسيه کی سړی داسی فکرکوی چی دلته به هماغه پخوانی شوروی اتحاد وی . او س په روسیه کی دډيموکراسی لارښوږنه له پاسه کيږی. د حاکم نظام په مقابل کی مخالفې سياسی ډلۍ ډير څه نشی کولای بايد چوپه خوله پاتی شی او د مطبوعاتو آزادی دا په روسيه کی يوه بهرنۍ کلمه ده. د اتو کالونه را پديخوا ولادمير پوتين د روسيی د فدراسيون مشر و که د ده د کار بيلانس ته يو نظر واچول شی نو سړی ویلای شی چی:

که څه هم ولادمير يوتين په آزاديو باندی ډير محدوديتونه لګوی، ډير قاتلين يی همداسی آزاد پريښی او په چيچنستان کی يی يوه خونړي جګړه پر مخ بيولی خو بيا هم ورځ په ورځ د ده د محبوبيت اندازه زياته شوی، او دی پخبله هم د خپل کار څخه راضی بريښی.