1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ثريا: افغانستان ته دوه نوي ډواله واکسين راوړل کيږي

۱۳۸۹ مهر ۵, دوشنبه

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د لومړي ځل دپاره د داسي يوه واکسين د راوړلو خبر ورکړی چي د سينه بغل او اسهالاتو پر ضد به کارول کيږي.

https://p.dw.com/p/PNM1
«د اسهلاتو او سينه بغل په وړاندي د واکسينونو تر لاسه کول به د افغانستان د صحت په سکتور کي ډير مهم او يوه لويه لاس ته راوړنه وي».
«د اسهلاتو او سينه بغل په وړاندي د واکسينونو تر لاسه کول به د افغانستان د صحت په سکتور کي ډير مهم او يوه لويه لاس ته راوړنه وي».انځور: picture-alliance/dpa

د عامي روغيتا وزارت وزيري مېرمن ثريا دليل تيره ورځ په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال وويل چي دغه ډول واکسين تر دې دمخه افغانستان ته نه و را وړل سوی او د واکسين نړيوالي ټولني څخه يي په دغه برخه کي ژمنه تر لاسه کړې ده.

مېرن دليل وايي چي په راتلونکو څلورو کلونو کي به ټول افغانستان د دغه واکسين تر پوښښ لاندي ونيول سي او لومړی محمولي به يي د روان زيږديز کال په پاي کي افغانستان ته راوړل سي.

مېرمن دليل وايي چي دغه دوه د واکسين نوي ډولونه به د ماشومانو د مړيني هغه کچه تر ډيره را ښکته کړي چي اوس په کال کي سل زرو ته رسيږي.

«د اسهلاتو او سينه بغل په وړاندي د واکسينونو تر لاسه کول به د افغانستان د صحت په سکتور کي ډير مهم او يوه لويه لاس ته راوړنه وي».

مېرمن دليل همدا راز د تيرو نهو کلونوپه ترځ کي د ميندو او ماشومانو د مړيني د کچي په راټيټولو کي ترسره سوي هڅي د ستايلو وړ وبللې.

رسمي ارقام ښيي چي نهه کاله مخکي د زيږون د زرو ژونديو پيښو پرمهال ۲۷۵ ماشومانو خپل ژوند د لاسه ورکاوه خو اوس دغه شمير ۱۶۱ ته را ټيټ سوی دی.

د عامي روغتيا وزيري همدا راز زياته کړه چي نهه کاله دمخه د تور ژړي او توري تبي او تيتانوس واکسين پوښښ ۴۰ سلنه وو او اوس دوه برابره پراخ سوې دي.

د عامي روغتيا وزارت همدا راز وايي چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کي په سل زرو ولادتونو کي ۱۶۰۰ ميندو خپل ژوند د لاسه ورکاوه چي اوس دغه ارقام ۱۴۰۰ ته را ټيټ سوي دي.

همدا راز په دغه خبري غونډه کي د يونسف استازي پيتر ګورلي هم خبريالانو ته وينا وکړه.

هغه وويل چي دوي د افغانستان شل سلنه سيمو ته چي پکي جګړه روانه ده او ډيري يي په جنوب کي موقيعت لري لاس رسي نه لري او هلته د ماشومانو او ميندو د مړيني کچه ډيره لوړه ده .

د عامي روغتيا د چارواکو په وينا د مګړی د افغانستان اتيا سلنه خاوره تر صحي پوښښ لاندي نيول سوي په داسي حال کي چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ډيره محدوده سيمه تر دغه پوښښ لاندي وه.

خو د عامي روغتيا وزيره وايي چي دوی خپل روغتيايي پراختيايي پلان ته د رسيدو لپاره لازياتو هڅو ته اړتيا لري او خامخا به په دغه لار کي له ستونزو سره هم مخامخ کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل