1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جارج بوش: نه غواړم چي لومړۍ وزيره ميرکل نا آرامه وي.

۱۳۸۶ آبان ۱۷, پنجشنبه

دامريکې د متحده ايالتونو ولسمشر جارج ډبليوبوش نه غواړي چي د آلمان پر لومړۍ وزيره مېرمن انګيلاميرکل باندي د افغانستان جنوبي سيموته د جرمني عسکرو د لېږلو په خاطر فشار راولي.

https://p.dw.com/p/DKH1
دا خبره بوش د آلماني تلويزيون شبکې ار تي ال سره تيره ورځ کړې .
دا خبره بوش د آلماني تلويزيون شبکې ار تي ال سره تيره ورځ کړې .انځور: AP

بوش ويلي دي ، چي زه به ددې هڅه ونکړم چي انګيلاميرکل داسي حالت ته راولم چي په هغه کي نه دا خپله او نه هم د آلمان پارلمان آرام ولري.

دا خبره بوش د آلماني تلويزيون شبکې ار تي ال سره تيره ورځ کړې او زياته کړې ده، چي زه پدې خوښ يم چي آلمان د افغانستان ديموکراسۍ ته د مرستي له پاره هغه هيواد ته خپل پوځي ځواکونه لېږلي دي.