1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جانسن: د افغانستان نړیوال ملاتړ به کم نه شي

۱۳۹۵ آذر ۷, یکشنبه

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، بوریس جانسن د شنبې په ورځ هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا وتل او د امریکا په ټاکنو کې د دونالد ترمپ بریالیتوب به له نړۍ سره د لوېديځو قوتونو د اړیکو پای وي.

https://p.dw.com/p/2TJnf
Boris Johnson britischer Außenminister
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Tallis

 له کابل څخه د لیدنې پرمهال د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، بوریس جانسن له ولسمشر غني او اجراییه ریس عبدالله عبدالله سره د لیدنو پرمهال وویل چې بریتانیا به له افغانستان سره د خپل ملاتړ په هکله د اوږدې مودې له پاره ژمنه پاتې شي.

هغه همدا راز وویل چې بریتانیا به د ناټو د «غوڅ ملاتړ» ماموریت سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي ځکه د هغه په وینا ناټو په دې هیواد کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي او په دې هیواد کې په ځانګړې توګه د روزنې په برخه کې د ناټو کړنې ډیرې موثرې دي.

هغه همدا راز وویل چې له افغانستان سره زموږ کار او ژمنې به له اروپايي ټولنې سره زموږ د اړیکو له امله زیانمنې نه شي.

د امريکا د ګټو لومړيتوب

د روان کال د جون میاشتې په ۲۳ نیټه بریتانیا د یوې ټول پوښتنې په نتیجه کې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو غوښتنه وکړه او په ورته وخت کې د امریکا نوی ولسمشر دونلد ترمپ بیا په خپل بهرني سیاست کې د امریکا ګټو ته د لومړیتوب خبرې کړي دي.

د کارپوهانو په حواله یادې دوه پیښې به د غربي قوتونو ترمنځ اړیکو کې ستونزې وزیږوي. خو په ورته وخت کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، جانسن چې په خپله یې هم له اروپايي ټولنې څخه د وتولو له پاره هڅې کولې، دغه ویرې رد کړي دي.

جانسن له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، که چیرته پوښتنه دا وي چې غربي قوتونه به ووځي نو دې پوښتنې ته ځواب دا دی چې دا کار نه کیږي او زه فکر نه کوم چې دا کار وشي. هغه وايي: «دغه کار به د بریتانیا لخوا پیښ نه شي.» هغه زیاتوي چې موږ له ټولې نړۍ سره د پخوا په پرتله د ډیر ګډ کار نیت لرو.

«په لاس ته راوړنو وياړو»

هغه وايي چې « زه فکر کوم چې موږ باید وګورو په واشنګټن کې حالات څنګه تغیر کوي او فکر کوم چې د دې سیمې د امنیت او ثبات په هکله د امریکا د متحده ایالاتو علاقه به د پخوا په شان ثابته پاتې شي.»

له کابل څخه د لیدنې پرمهال، جانسن له کابل پوهنتون څخه هم لیدنه وکړه او په دري ژبه یې د شکسپیر د تمثیلي پارچې په پروګرام کې ګډون وکړ. هغه همدا راز د انګلیسانو له هدیرې څخه هم لیدنه وکړه چې په افغانستان کې وژل شوي شاوخوا ۴۵۰ بریتانیوي سرتیري خښ دي.

جانسن همدا راز وايي چې په دې هیواد بیا په ځانګړې توګه د هلمند په ولایت کې بریتانیا په خپلو قربانیو او لاسته راوړنو ویاړي. د هلمند زیاتره برخې اوس د طالبانو په ولکه کي دي او په دې ولایت کې د ټول هیواد په پرتله زیات شمیر بریتانوي سرتیري وژل شوي دي.

هغه وویل چې هیڅ څوک هم فکر نه کوي چې هرڅه ډیر سم دي، خو د پخوا په پرتله ډیر زیات بدلون راغلی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.09.2016):