1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان الن: ترهګر نور په افغانستان کې ځای نه لري

۱۳۹۰ شهریور ۲۰, یکشنبه

د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان امریکایی جنرال جان الین په یوه ویدیویې پیغام کې افغانانو ته ډاډ ورکړی چې روښانه راتلونکي په مخ کې لري او د دغه تړون همکاري به ورسره دوام ومومي

https://p.dw.com/p/12Wur
افغانستان کې د ناټو قوماندان
افغانستان کې د ناټو قوماندانانځور: AP

د سپټمبر د یولسمې د بریدونو د لسمې کلیزې په درشل کې په افغانستان کې د ګڼ ملیتیزه ځواک «ایساف» عمومي قوماندان د یوه تصویر پیغام په ترځ کې چې یوه کاپي یې دویچې ویلي ته هم استول سوي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموریت په دوام ټینګار کړی.

دغه امریکایې جنرال داسې حال کې په افغانستان کې د خپل ماموریت په بریالي توب او دام ټینګار کړی چې د ملک  په ډیرو سیمو کې نا امنی زور اخیستلی.

تیره ورځ کابل ته په نږدې پراته میدان وردګ ولایت کې د سید آباد د ولسوالۍ په دننه کې د ایتلافي عسکرو د مرکز په دروازه کې زوره چاودنه وسوه چې مرګ ژوبله یې هم اړولي ده.

ایساف وایې چې په دغه چاونه کې د ترهګرو له لوري په سلهاوو کیلوګرامه چاودیدونکي توکي کارول سوي ول چې ګڼ کسان پکې ژوبل سوي خو د دوي سرتیرو ته مرګ ژوبله نده اوښتي.

د ایساف قوماندان جنرال جان الین په دغه ویدیویې پټه کې چې د سپټمبر د یولسمی د بریدونو د لسمې کلیزي په درشل کې خپره سوي وایې چې ایساف په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو ته ژمن دی، او د ناټو او امریکا ځواکونه به هیڅ کله ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې بیرته افغانستان ته راسي.

هغه وویل ایساف له افغان دولت سره د حکومتدارۍ اواقتصادي پرمختګ په برخو کې په ګډه کار کوي.

په افغانستان کې د ناټو مشر جنرال جان الن له هغو سرتیرو هم مننه وکړه چې د افغانستان د بیاودانولو او ټیکاو لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

ناټو وایې چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دام ورکړي او دغه همکارۍ به په پوځي او ملکي برخو کې وي.

د یولسم سپټمبر  بریدونه د دې لامل سول چې امریکا او د نړۍ ۴۸ نور هیوادونه افغانستان ته راسي او دغلته د القاعدې او طالب بنسټ پالو پر وړاندي جګړه پیل کړي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش