1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کېري د لويي جرګې د پريکړي هرکلی وکړ

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله، آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۴, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري د مشورتي لويي جرګې د پريکړي هرکلی کړی دی. لويي جرګې د يکشنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي ته مشوره ورکړه چي له واشنګټن سره امنيتي تړون لاس ليک کړي.

https://p.dw.com/p/1ANQ1
انځور: Reuters

جان کيري د يکشنبې په ورځ ماښام (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۴) ويلي دي چي «زه تر دې زيات قانع کوونکی تصور نسم کولای لکه افغانانو چي د امريکا متحده ايالاتو او زموږ له متحدينو سره د همکارۍ په برخه کي ژمنه وکړه.»

هغه زياته کړه چي بل حياتي ګام بايد دا وي چي (امنيتي تړون) ډېر ژر لاس ليک سي. دغه تړون به د دواړو هيوادونو ترمنځ همکارۍ نوري هم زياتي او د افغانستان له پاره به د برياوو او امنيت راوستلو تړون وي.

د امنيتي تړون پښتو متن دلته لوستلای سی

د مشورتي لويي جرګې ګډونوالو په څلورمه يا وروستۍ ورځ تقريباً ټولو له امريکا سره امنيتي تړون ومانه او له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه يې وغوښتل چي هغه د روان مېلادي کال تر پايه پوري لاس ليک کړي.

ولسمشر کرزي د مشورتي جرګې پريکړه ومنله خو د امنيتي تړون د لاس ليکولو په اړه يې څه ونه ويل.

کرزي جرګې ته په وينا کي بيا هم وويل چي پر خپل دريځ ولاړ دی او داچي متحده ايالات به د دوی شرطونه ور سره مني.

د حامد کرزي ټينګار په افغانستان کي پر سوله راوستلو، د کورونو د تلاښيو پر سمدلاسه بندولو او د رڼو ټاکنو پر برسره کولو باندي وو.

هغه په خپل وينا کي وويل: «که امريکايي ځواکونه سر له اوسه د کورونو تلاښۍ او عمليات بند نه کړي تړون نه لاس ليکوو.» هغه دغه راز زياته کړه: «په افغانستان کي سوله د امريکا په لاس کي ده، موږ ته به سوله راولي.»

کرزي د تړون د لاس ليکولو بل اساسي شرط د راتلونکي مېلادي کال په اپريل مياشت کي د رڼو ټاکنو تر سره کول ياد کړ.

د امريکا متحده ايالات وايي چي دغه دوه اړخيز تړون دي د روان کال ترپايه پوري لاس ليک سي، ترڅو دوی وکولای سي له خپلو متحدينو سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د نوي ماموريت پلان جوړ کړي.

دغه تړون په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي. خو د بارک اوباما ادارې تراوسه لا په دې اړه څه نه دي ويلي چي په څه تعداد عسکر به په افغانستان کي پريږدي. پوځي قوماندانانو اوباما ته له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ تنو سرتيرو پوري د پاته کېدو مشوره ورکړې ده.

خو د افغان ولسمشر حامد کرزی ټېنګار پر دې چي سند دي د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته نوی ولسمشر او حکومت لاس ليک کړي.