1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جبارخيل: قاچاقبر هره ورځ تکتيکونه بدلوي

۱۳۸۹ شهریور ۴, پنجشنبه

د کابل د نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال آصف جبارخيل ګاونډي ملکونه له افغان دولت سره د قاچاق وړونکو په ځپلو کي په ټګۍ او پاته راتګ تورنوي.

https://p.dw.com/p/OwiE
د کابل نړيوال هوايي ډگر
د کابل نړيوال هوايي ډگرانځور: DW

په تيرو څو کلونو کي پر افغان دولت په نړيواله کچه نيوکي سوي چي ګواکي د هوايي ډګرونو په کنټرول کي پاته راغلی او هره ورځ يې له هوايي حريم څخه نړيوالو بازارونو ته مخدره توکي لاره مومي.

که څه هم په تيروڅو کلونو کي د افغانستان له عمده هوايي ډګر( کابل هوايي ډګر) سره د تلاشۍ او کنټرول د کمپيوټر او لايزري وسايلو مرسته سوې خو لا هم داسي خبرونه تر لاسه کيږي چي د کابل له هوايي ميدان څخه په ځينو الوتنو کي آسايي او اروپايي ملکونو ته هيروين وړل کيږي.

د کابل د نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال آصف جبارخيل ګاونډي ملکونه له افغان دولت سره د قاچاق وړونکو په ځپلو کي په ټګۍ او پاته راتګ تورنوي.

«مشکل په دې کي دی چي، زموږ سره ګاونډي ملکونه لکه ايران، پاکستان او تاجکستان همکاري نه لري. هغه کمياوي مواد چي د هيروينو په جوړولو کي ترينه کار اخيستل کيږي له همدغي لاري را ځي. زموږ اصلي مجرمين د دوئ په ملکونو کي پناه ګزين دي.»

د کابل د نړيوال هوايي ډګر د پوليسو قوماندان هم د کابل هوايي ډګر څخه د قاچاقبرو د تګ راتګ تورونه نه ردوي خو ډاډ ورکوي چي د هوايي ډګر سرحدي پوليس څلرويشت ساعته زيار باسي چي د دغسي قاچاق وړونکو د پيټو او تګ راتګ مخه ونيسي.

پاسوال محمد آصف جبارخيل وايي چي قاچاقبر هره ورځ خپلو تکتيکونو ته بدلون ورکوي او غواړي په نويو لارو چارو مخدره توکي اسيايي او اروپايي ماريکټونو ته ورسوي.

هغه وايي د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د قاچاقو ۱۷ پيښي کشف کړي او په تړاو يي ۲۲ کسه نيول سوي دي.

د کابل د نړيوال هوايي ميدان د سرحدي پوليسو قوماندان همدا راز بهر ته د ناقانونه نغدو پيسو د انتقال په باب هم يو لړڅرګندوني وکړي.

د مرکزي بانک له اجازي پرته هيڅ څوک حق نه لري چي تر شل زرو ډير نغد امريکايي ډالراو يا معادل په افغانيو له دغه ډګر څخه بهر ته وليږدوي.

د يادولو ده چي دا مهال د کابل دنړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو سربيره د دناتا په نامه يو خصوصي شرکت هم د نړيوال هوايي ډګر د نوي ترمينل د امنيت او مديرت چاري پر غاړه لري.

دناتا خپل وسله وال کسان لري چي پکي بهرنيان او کورنيان شامل دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل