1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ارجنټين ته په تعجب آوره ډول سره ماته ورکړه

۱۳۸۹ تیر ۱۳, یکشنبه

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA د يو پر څلرم فاينل مسابقو په دوهمه ورځ جرمني ارجنټين ته 4 پر صفر ، اوهسپانيې پاراگوای ته 1 پرصفر سره ماته ورکړه

https://p.dw.com/p/OABL
انځور: AP

د نن ورځي د يو پرڅلرم فاينل په مسابقو کښي په تعجب آوره ډول سره تکړه او وتلي ټيم ارجنټين ونه سوای کولای ، چه نيمه فاينل ته راووزي ، او مسابقه د جرمني په گټه تمامه سوه . جرمني په دې ډول سره د 11 پلا دپاره د فټبال په نړيواله اتلولي کښي نيمه فاينل ته راووتی .

WM Südafrika 2010 Spanien vs Paraguay Flash-Galerie
انځور: AP

د جنوبي افريقا د کاپ سټډپه سټوډيم کښي د 64000 تماشاچيانو په مخکي د جرمني ملي ټيم ، د فټبال دوه واري جهاني قهرمان ارجنټين ته 4 پر صفر سره ماته ورکړه .

د جرمني د ټيم څخه توماس مويلر د باستيان شواين سټايگر د ښه پاس په نتيجه کښي ارجنټين ته حتی په 3 دقيقه کښي اول گول ورکی .

په دغه جهاني تورلمنټ کښي داڅلرم گول ؤ، چه توماس مويلر لگولی دی .

WM Südafrika 2010 Spanien vs Paraguay Flash-Galerie
انځور: AP

تر تفريح او د اول ميدان تر پايه پوري بيا بل گول ونه لگيدی ،او تر تفريح وروسته ارجنټينيانو په اول سر کښي تهاجمي بازي شروع کړه ، او د گول وهلو چانسونه يې هم پلاس راوړل ، خو بيا په 68 او 89 دقيقه کښي د ميروسلاف کلوزه ، او په 74دقيقه کښي د آرنه فريدريش گول ارجنټينيان وارخطأ کړل ، او نور يې نو جرمني ته د گول ورکولو اميدواري ختمه سوه .

د جرمني د ملي ټيم ټرينر يوآخيم لو ځکه ډير خوشاله دی ، او وايي ،

«که چا د انگلستان په مقابل کي زموږ مسابقه ليدلې وي ، نو سړی کولای سي ، په هغه باندي فخر وکي ، او د نن مسابقه خو بيخي عالي وه . خصوصأ په دوهم ميدان کښي چه زموږ فټبالرانو څونه سرعت او حملې کولې، نو سړی د بازي څخه واقعاً خوند اخيستی . سړی ويلای سي چه زموږ ټيم د فټبال د نړيوال جام انتظارات پوره کړل . »

خو د جرمني ټيم بيا په دغه مسابقه کښي ځيني تاوانونه هم وکړل ، او مهم فارورډ توماس مويلر يې ژيړ کارټ واخيستی ، او نسي کولای په نيمه فاينل مسابقو کښي برخه واخلي . ځکه نو د بازي تر ختميدو وروسته دی ډير مايوسه ؤ، خو سربيره پر هغه د ټيم د گډ اوښه کار څخه راضي دی،او وايي ،

«دا طبعأ د نه منلو خبره ده ، چه موږ کم ځای ته ورسيدو . که سړی ارجنټين ته 4 گولونه ورکوي ، نو بيا بايد د هغه دپاره ښه الفاظ هم پيدا کي . سړی يوازي دونه ويلای سي ، چه دا ډيره عالي او ښه بازي وه ، او دا په ښکاره ډول سره د ټول ټيم کار او فعاليت ؤ . »

WM Südafrika 2010 Spanien vs Paraguay Flash-Galerie
انځور: AP

د ارجنټين څخه د فټبال د مسابقې د گټلو په مناسبت د جرمني په ټولو لويو او کوچنيو ښارو کښي په زرهاوو خلگ راوتلي وه ، او د خپل ملي ټيم کاميابي يې په ميلو او نارو سره لمانځل .

اوس به نو په نيمه فاينل کښي د جنوبي افريقا په دوربان کښي د چار شنبې په ورځ جرمني د هسپانيې سره مخامخ سي

Fußball WM 2010 England Deutschland Flash-Galerie
انځور: AP

ددغي ورځي په دوهمه مسابقه کښي چي بيا د هسپانيې او پاراگوای تر منځ تر سره سوه، د هسپانيې په گټه تمامه سوه

ددغي مسابقې په ټول جريان کښي دواړو خواوو د گول ورکولو په خاطر يو دبل سره سخته مقابله وکړه ، خو بلاخره هسپانیه کاميابه سول ، او ددغه ټيم فاروډ داويد ويلا په 83دقيقه کښي وکولای سول ، پاراگوای ته يو گول ورکي .

داويد ويلا د فټبال ددغه جهاني تورلمنټ په جريان کښي 5 گولونه لگولي دي .

ددې دمخه دواړو ټيمو د پينالټۍ ډير ښه چانسونه د لاسه ورکړل ، او يوې خوا هم هغه په گول تبديل نکړل .

هسپانوي گول کيپر په 59 دقيقه کښي د اوسکار کاردوزو د پينالټي شوټ راوگرزوی ، او د غلطي پينالټي له کبله د هسپانوي الونسو تکرار د پينالټي شوټ بيا يوستو ويلا راوگرزوی . په دې ډول نو مسابقه پر همدغه 1 پر صفر د هسپانيې په گټه پای ته ورسيدل .

بايد وويل سي چی د جنوبي امريکا د 4 ټيمو څخه چه تر يو پرڅلرم فاينل پوري ډير ښه ځليدلي وه ، درې ټيمونه يې خارج ، او يوازي نسبتاً ضعيفه ټيم يوروگوای يې نيمه فاينل ته راووتی، او نور درې سره اروپايي ټيمونه دي .

اوس نوپه جنوبي افريقا کښي د يو پر څلرم فاينل مسابقې پای ته ورسيدې ،اودوې ورځي وروسته به دنيمه فاينل مسابقې شروع سي ، خو موږ به تر هغه وخته پوري چي بيا هم په زړه پوري او تازه رپوټونه درکوو،په جنوبي افريقا کښي د فټبال د تاريخچې ، سټوډيمو او د تيرو ورځو د فټبال د پس منظر په باب معلومات درکو .

کالا کوپس /محمد قاسم نوري

کتونکي : فضلي