1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: افريکا راته د زيات اهميت وړ ده

۱۳۸۹ فروردین ۱۸, چهارشنبه

د جرمني د اقتصادي ګډ کار او پراختيايي چارو او بهيرنيو چارو وزيرانو په ګډه افريکا ته سفر کړی دی...

https://p.dw.com/p/MpQU
د جرمني د بهرنيو او اقتصادي ګډ کار او پراختيايي چارو وزيیران ګيدو ويستر ويله او ديرک نيبل
د جرمني د بهرنيو او اقتصادي ګډ کار او پراختيايي چارو وزيیران ګيدو ويستر ويله او ديرک نيبلانځور: AP/picture alliance/dpa/DW

د آزادو ډيموکراټانو لخوا مخکي له ټاکنو څخه دا غوښتنه، چې بايد د اقتصادي گډکار او پرمختيايي چارو وزارت له منځه يووړل شي، نور له بحث څخه غورځېدلی.

د اقتصادي گډکار او پرمختيايي چارو د وزير ديرک نيبل د پاره دا غوښتنه د دې عمل په غبرگون کې کېدله، چې د بهرنيو چارو او پرمختيايي چارو وزارتونه اکثر په مختلفو لارو سره تلل. خو نيبل وايي، چې له پارلماني ټاکنو وروسته دا حالات بهتره شويدي او زياتوي:

«داسې نه شي کېدلی، چې د بهرنيو چارو وزير د دوشنبې په ورځ يوې پلازمېنې ته ولاړ شي او د پرمختيايي چارو وزير د پنجشنبې په ورځ او دواړه مختلفې اشارې ورکوي. همدا د هغه سياسي غوښتنې علت وو، اوس چې موږ ته څرگنده شوې، چې په خپل بهرني سياست ورته دريز لرو، نو دا کار په نړيوال سياست کې د دوو وزارتونو په سويه هنوز گټور دئ.»

په راتلونکو ورځو کې بايد دواړه وزيران حتی خپل نوبتونه سره مقايسه نه کړي، ځکه دوی دواړه په شريکه سره د افريکې په لور په خپل لومړي گډ بهرني سفر وزي. اوس د دواړو وزارتونو تر کت د رقابت پر ځای گډکار رامنځ ته شوی. او دا څه د بهرنيو چارو وزير له خپل گوندي ملگري سره په گډ سفر څرگندول غواړي. له آزادو دموکراتانو څخه په فدرالي شورا کې د افريکې د پلان مسئوله ماريانه شوستر باور لري، چې دا کار د افريکې سياست ته هم گټه رسوي.

«موږ غواړو وښيو: چې افريکه راته د زيات اهميت وړ ده. او موږ غواړو په هغه ځای کې له موجودو چانسونو څخه شريکه گټه اوچته کړو. زما په فکر دا يوه د اهميت وړ اشاره ده.»

همدا د افريکې په برخه کې د نظر زيات يووالي ته اړه ليدل کيږي. ځکه د پرمختيايي مرستو د پيسو ډېرېدنه د دې سبب شوېده، چې ډول ډول وزارتونه او ادارې په شريکه سره د افريکې په لور روانې دي. او کله کله هم يوه له بلې څخه هېڅ خبر نه لري. د لوی ائتلاف په وخت کې د بهرنيو چارو د وزارت، د لومړي وزارت او د اقتصاد د وزارتونو تر منځ هم آهنگي موجوده نه وه.

د افريکايي څېړنو له مرکز GIGA څخه افريکه پوه کرسيان فون سويست وايي، له افريکې سره د آلمان علاقه روښانه ده.

«د بهرني او امنيتي سياست په برخه کې. په افريکه کې ډېر داسې هېوادونه شته، چې دې کار ته مناسب نه دي. دوهم ټکی دا دئ، چې آلمان يو صادروونکی ملت دئ. دا په دې معنی چې موږ له افريکې سره ښو اقتصادي اړيکو ته اړه لرو. يو شمېر هيوادونو هلته ښه پرمختگ کړی دئ.»

له همدې کبله هم د آلمان حکومت په نظر کې لري، چې د افريکې لپاره د وزارتونو له سطحې څخه بهر يو پلان ونيسي، کوم به چې د آلمان د بهرني سياست پر بنسټ ولاړ وي. په بل عبارت: د هغه اصلي ټکی بايد د آلمان پر اساساتو او د بهرني سياست پر بنسټ جوړ وي.

Schaeffer, Ute/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل