1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني افغانستان ته د نموني په ډول ښوونځي جوړوي

۱۳۹۴ بهمن ۲۶, دوشنبه

په کابل کي د جرمني سفارت اعلان کړی دئ چي هيواد ئې پتېيلې ده په کابل کي د درو ښوونځیو تعليمي سويه داسي لوړه کړي چي دغه ښوونځي په افغانستان کي د نورو له پاره يوه نمونه وگرځي.

https://p.dw.com/p/1HvnI
Afghanistan Amani Oberrealschule in Kabul (Bildergalerie)
انځور: DW/H. Sirat

دغه پلان به په عايشه دراني، جمهوريت او اماني ليسو کي پلی سي. د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د دغو درو ښوونځیو د زده کوونکو د تعليمي سويې د لوړتيا له پاره ۱۰ ميليونه ډالره ځانگړي کړي دي.

په افغانستان کي د جرمني سفير مارکووس پوتڅيل، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروۍ ۱۵مه) په یوه خبري غونډه کي وويل چي دغه پلان به د افغانانو له پاره د ښه تعليماتو برابرولو موسسې له خوا چي مشرتوب ئې ډاکټر رنگين دادفر سپنتا کوي، پر مخ وړل کيږي.

د دغه پلان له مخي پتېيل سوې ده چي په دغو ښوونځيو کي د تدريس او زده کړي له پاره اضافي وخت ورکړل سي. په دغو ښوونځيو کي به په ژمي کي هم زده کړي کیږي.

د دغو ښوونځیو تدريسي وخت به ټوله ورځ وي او ښوونکي به ئې د جرمنيانو له خوا وروزل سي او معاشونه به ئې هم لوړ وي.

جرمني په داسي حال کي د افغانستان په ښوونځیو کي د زده کړو سطحي د لوړولو په برخه کي پانگونه کوي چي د افغانستان په ښوونځيو کي د زده کړو سويه کښته ده.

اوس په دغو درو ښوونځيو کي د آلماني ژبي د زده کړي په برخه کي درې ښوونکي سته. د جرمني سفير وويل چي د افغانستان حکومت کولای سي د دغو ښوونځيو له تجاربو څخه په نورو ښوونځيو کي کار واخلي.